د شمالي وزيرستان اتمانزيو جرګې له پوځ سره پر هر ډول جرګو کولو بنديز لګولی

اتمانزيو جرګې په تېرو وختونو کې له ضلعي انتظاميې او پوځي مشرانو سره يوشمېر ناستې کړې دي - انځور له ارشيفه

په شمالي وزيرستان کې د اتمانزيو جرګې مشرانو له امنيتي ځواکونو سره پر هر ډول ناستو او جرګو کولو بنديز لګولی دی.

د هغې جرګې ویاند مولانا بیت الله د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې تر دې وړاندې يې له پوځ سره شویو جرګو کومه مثبت نتیجه نه ده ورکړې. "د امن لپاره [حکومتي] اقدامات زموږ خلاف دي. موږ له پوځ سره پر هر ډول جرګو بنديز لګولی دی او له دوی سره جرګې نه کوو ځکه د دې جرګو هېڅ مثبت نتیجه نه شته."

نوموړي دعوه وکړه چې د ناامنۍ او ترهګرۍ ختمولو پر ځای د پوځ په عملياتو کې عام ولس اغېزمنېږي او د هغوی پر کورونو د ډزو او هاوان (مارټر) مرميو لګېدو په نتيجه کې مرګژوبله اوړي.

حکومت او پوځ د اتمانزيو جرګې د تازه پرېکړې په اړه لا څه نه دي ويلي، البته وړاندې يې په وار وار ويلي دي چې د وسلوالو پرضد يې عملیات ګړندي کړي او دا چې هڅه کوي چې ولسي وګړو ته زیان پکې و نه رسېږي.

د اتمانزيو جرګې اعلان کړی دی چې د جنورۍ پر ۱۱مه به د بنو د جانيخېلو او د لکي مروتو د جرګو له مشرانو سره ناسته کوي او د روانې ناامنۍ پرضد به ګډه پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اوومه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د هاوان توغول شوې مرمۍ په هرمز سیمه کې پر یو کور ولګېدله چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شول. د میرلي اوسېدونکو دعوه کړې چې د هاوان مرمۍ د میرلي له پوځي کیمپه توغول شوې وه.

د هغې سیمې اوسېدونکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ د نښتو پر مهال زياتره وخت ولسي وګړو ته زیان اوړي.

د اتمانزیو جرګې تر دې مخکې هم په سیمه کې د ناامنۍ خلاف جرګې، ولسي غونډې او احتجاجونه کړي دي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول، د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول او د سيمې په وسايلو کې د خپلې ونډې غوښتنې کړې دي.

دا هم وګورئ:

د اتمانزیو جرګې شمالي وزیرستان کې د امنیت لپاره بیا احتجاج پیل کړی دید اتمانزو جرګې مشر ملک نصر الله وايي په سيمه کې امن غواړيد شمالي وزیرستان د اتمانزو جرګې غړی، ملک اکبر خان لادرکه کړل شوی دید پاکستان پوځ "په شمالي وزیرستان کې د ۱۰ وسله والو د وژلو" دعوه کوي

هغې جرګې د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر له دويمې څخه احتجاجاً د شمالي وزيرستان د ټولو سرکاري او غیرسرکاري دفترونو د تړلو اعلان هم کړی وو.

جرګې هغه وخت هم دعوه کړې وه چې حکومت او پوځ د امنیت په ټینګښت او د هغوی د غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

هغوی د احتجاج په لومړي سر کې د بنو او غلام خان تر مينځ لويه لاره هم د تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

تر هغه وړاندې د اتمانزيو جرګې د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې د امنیت د ټینګښت او نورو غوښتنو په موخه د "امن پاڅون" په نامه لاریون کړی وو او هلته غځېدلی د ګیس پایپلاین یې د احتجاج په توګه پرې کړی وو.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.