د سیند پولیسو د کراچۍ پولیسو پر دفتر "د برید پلانوونکي" د وژلو دعوه کړې

د فبرورۍ پر ۱۷مه وسلوالو د کراچۍ د پولیسو پر دفتر ډله ییز برید کړی وو.

د سیند د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې په یوه نښته کې یې د هغې صوبې په مرکز کراچۍ کې د پولیسو پر دفتر د "ترهګر برید" مشکوک پلان جوړوونکی وژلی دی.

سي ټي ډي د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې نښته د مارچ پر ۱۲مه شپې مهال د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې له شمالي بایپاس سړک سره نېږدې شوې ده چې پکې د فبرورۍ ۱۷مې برید مشکوک پلان جوړوونکی اریاد الله او د هغه یو ملګری وژل شوي دي. په بیان کې راغلي دي چې پولیس د دویم وژل شوي کس د پېژندګلوۍ هڅه کوي.

سي ټي ډي وايي، د عملیاتو پر مهال یې دوه مشکوک کسان نیولي دي او په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په بیان کې دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول خو د کراچۍ د پولیسو پر دفتر د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

هغې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د سي ټي ډي د دعوې تصدیق نه شي کولای.

دا هم وګورئ:

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید پای ته ورسېدپه کراچۍ کې د پولیسو په مرکز وسله والو برید کړی

سي ټي ډي زیاتوي چې پر دې موضوع نور معلومات د سیند صوبې د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شرجیل انعام مېمن د مارچ پر ۱۳مه په کراچۍ کې په خبري غونډه کې ورکوي.

د کراچۍ پولیسو دا دعوه تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته کړې ده چې وسلوالو د ښار د پولیسو پر پینځه پوړیز مرکزي دفتر برید وکړ.

د فبرورۍ پر ۱۷مه د وسلوالو له ډله ییزې حملې سره سم نښته پیل شوه. د پولیسو تر څنګ د رېنجرز ځواک سرتېري هم د پېښې ځای ته ورغلل او هلته یې تر یوشمېر ساعتونو پورې د وسلوالو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړ.

د سیند د پولیسو او حکومت چارواکو ویلي ول چې په نښته کې د پولیسو او رېنجرز ځواک پينځه سرتېري وژل شوي ول او ۲۳ ژوبل شوي ول. په نښته کې درې وسلوال هم وژل شوي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید چا وکړ؟

په کراچې کې د پولیسو پر دفتر برید تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته شوی وو چې د پېښور د پولیس لاینز پر جومات په ځانمرګي برید کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې وه.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په پاکستان کې وسلوالې حملې زیاتې شوې دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونو ته زور ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي.