د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: د اقتصادي ودې لپاره د ترهګرۍ له منځه وړل ضروري دي


وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د مرکزي ایپیکس کمیټۍ د غونډې مشري وکړه. (انځور: ارشیف)
وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د مرکزي ایپیکس کمیټۍ د غونډې مشري وکړه. (انځور: ارشیف)

د پاکستان حکومت ویلي چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره دا ضروري ده چې ترهګري له منځه یوړل شي.

دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د مرکزي ایپیکس کمیټۍ په هغه غونډه کې شوې دي چې مشري یې وزیراعظم شهباز شریف کوله.

د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، وفاقي وزیران، د صوبو اعلا وزیران، د سېنېټ غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم شریک وو.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دې غونډه کې په ملک کې په مجموعي توګه د ترهګرۍ د پېښو او په ځانګړې توګه د پېښور پولیس لاینز جومات ځانمرګي برید او د کراچۍ پولیسو د مشر پر دفتر د شویو بریدونو او له هغه راوروسته حالت بحث شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د امنیتي او جاسوسي ادارو استازو په ملک کې د امنیت د مجموعي صورتحال او د وسله والو خلاف د کارروایانو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

وزیراعظم شهباز شریف د ایپکس کمیټۍ دې غونډې ته وویل چې د هیواد امنیتي ادارې امن او ثبات ټینګ ساتلو ته ژمن دي.

هغه وویل، "د هیواد د ترقۍ لپاره شخصي ګټې یو طرفته پرېښودل پکار دي او د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره سیاسي کراري او ترهګري له منځه وړل ضروري ده."

د اېپیکس کمیټۍ په دې غونډه کې پر قامي ایکشن پلان د عملدرامد او په تېره غونډه کې پر شویو پریکړو د پرمختګ جاج اخیستل شوی او پر دې سلا شوې چې وفاقي حکومت به د امن پر ځای کولو لپاره له صوبو سره پوره همکاري او مرسته کوي.

وزیراعظم شهباز شریف د اېپیکس کمېټۍ په تېره غونډه کې ویلي وو چې "د ترهګرۍ پر ضد به د مرکز او صوبو تر مينځ یو ډول ستراتيژي غوره کوي."

وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۴مه شوې غونډه ته ویلي چې دا وخت پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي ویلي، دوی هیله لري چې د پیسو نړیوال له صندوق سره به د پاکستان روانې خبرې اترې په راتلونکو اونیو کې سرته ورسېږي.

شهباز شریف د تفصیل له ورکولو پرته ویلي چې "د ادارې د سختو شرطونو منلو ته مجبور شو خو دا وخت دا د هیواد لپاره ډېره ضروري ده."

وزیراعظم شهباز شریف زیاته کړه چې تر څو دوی خپل کورني حالات نه وي سم کړی، نور څوک به یې مرسته ونکړي.

دا په داسې وخت کې ده چې پاکستان له جدي اقتصادي ننګونو او د ناامنۍ له زیاتې شوې لړۍ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG