چارواکي وايي چې په خيبرپښتونخوا کې د بيزو ټناکو (منکيپاکس يا اېم پاکس) په ناروغۍ اخته درې تنه جوړ شوي دي.
د صوبې د عامه روغتيا څانګې مشر ارشاد روغاني رسنیو ته ويلي چې رغېدلي کسان د پېښور، اورکزیو او نوښار اوسېدونکي دي.
ارشاد روغاني ويلي چې هغه ناروغان پر وخت روغتون ته رسول شوي ول نو ځکه یې وایرس نورو خلکو ته خپور نه شو.
د روغتيا ادارې وياند عطا الله خان د سېپټېمبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د درېواړو کسانو د وينې معاینې شوې چې اوس پکې د منکيپاکس وايرس نه شته.
ده وویل، د هغو کسانو له رغېدو سره اوس په ټوله صوبه کې يوازې یو کس د بیزو تڼاکو په ناروغۍ اخته دی چې د پېښور د پولیس لاینز په روغتون کې یې درملنه روانه ده.
عطا الله خان تر دې وړاندې، د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په باچا خان هوايي ډګر د څارنې پر مهال، په دوو مسافرو کې د اېم پاکس ناروغۍ نخښې موندل شوې وې، چې وروسته یې د پولیس لاینز روغتون ته انتقال کړل.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د چارواکو په وینا، په هوايي ډګرونو کې یې د شاوخوا ۲۰،۰۰۰ او پر تورخم وره یې له ۲۱,۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو معاینه کړې چې د هغې ناروغۍ د نورو پېښو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې په نړیواله کچه د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله.
د سازمان چارواکو د اګست پر ۱۵مه په سویډن کې هم د وایرس نوې بڼه تایید کړه او ویې ویل چې ښايي سرچینه یې افریقا وي.
د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې، په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷،۰۰۰ کسان په وایرس اخته شوي او تر ۱،۱۰۰ زیات کسان، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، یې وژلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر ووبپاڼه لیکلي چې د اېم پاکس په وایرس د اخته ناروغانو پر بدن تڼاکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټېک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي.
سازمان وايي چې د اېم پاکس وایرس له یو کسه بل ته خپرېدای شي، نو ځکه باید ناروغان ګوښه یا قرنطین شي.