د ټانک د جنډولې پر اېف سي کلا په برید کې ۱ سرتېری وژل شوی، ۲ ژوبل دي

په ټانک کې امنیتي سرتېري تر یو برید وروسته له امبولانس سره نېږدې ولاړ دي - پخوانی انځور.

په ټانک کې امنیتي سرتېري تر یو برید وروسته له امبولانس سره نېږدې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي، د ټانک ضلعې په جنډوله کې د اېف سي ځواک پر کلا په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (اې اېس پي ار) د مارچ پر ۱۴مه تر پېښې څه ساعت وروسته په بیان کې وویل چې وسلوالو لومړی پر کلا ځانمرګی برید وکړ او بیا یې ورباندې ډزې وکړې.

ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښته کې دوه ولسي وګړي هم ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د جنډولې پر اېف سي کلا د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په وروستیو اونیو کې وسلوالو ډلو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې لویې حملې کړې دي.

د مارچ پر ۱۱مه ګڼو وسلوالو د بلوچستان په بولان کې له کوټې څخه پېښور ته پر تلونکي اورګاډي حمله وکړه او ګڼ مساپر یې یرغمل کړل. بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري ومنله او دعوه یې وکړه چې له ۲۰۰ زيات استخباراتي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړل.

د پاکستان پوځ د یرغملیانو د خلاصولو لپاره عملیات پیل کړل او دعوه کوي چې ټول مساپر یې خوشې کړل او ۳۳ مشکوک وسلوال یې ووژل. خو بي اېل اې ادعا کوي چې د پوځي عملیاتو په غبرګون او نښتو کې یې شاوخوا ۱۰۰ سرتېري او استخباراتي کارکوونکي وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د بي اېل اې دعوې او ارقام نه شي تاییدولای.

تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې وسلوالو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر چاوڼۍ لوی برید کړی وو. د پاکستان پوځ وايي، په دوو موټر بمي ځانمرګو بریدونو کې له چاوڼۍ سره نېږدې د یوشمېر کورونو بامونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۳ تنه ووژل او ۳۲ ژوبل شول. پوځ وايي، په ځوابي برید کې یې ۱۶ مشکوک وسلوال ووژل.

پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسووليت د "جيش فرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی وو.

په وروستيو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې، چې د بریدونو شمېرې غونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول.

د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو ډلو منلې دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. اسلام اباد مېشتې هغې ادارې په راپور کې راغلي‌ چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.