د پاکستان په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي.
د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان یو مساپر وړونکي بس د اګست پر ۲۰مه سهار وختي د فیصل اباد پر لویه لاره (موټروې) له پېنډي بټیا سره نېږدې له یوه پېک اپ ګاډي سره ټکر وکړ چې تر هغې وروسته په بس کې اور ولګېد.
په بیان کې راغلي چې تر پېښې سمدستي وروسته د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي او د پېنډي بټیان انتظامي مشر د پېښې ځای ته ورسېدل او د خلکو د ژغورلو د بس د اور وژلو هڅې یې پیل کړې.
بیان وايي، مرستندویه کارکوونکو ۱۵ تنه د هغه وړوکي ښار روغتون ته لېږدولي دي خو روغتیايي چارواکي په پېښه کې د وژل شویو د شمېر زیاتوالي وېره څرګندوي.
د موټروې پولیسو مشر سلطان علي خواجه او د هغه مرستیال محمد سلیم چودري د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې د هغو ټولو افسرانو دندې یې ځنډولې دي چې د شپې کار یې کاوه.
د پاکستان د لویو لارو چارو ادارې (اېن ای اېچ) او موټروې پولیسو د اګست پر ۲۰مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیانونو کې ویلي دي چې د پېښې بشپړې پلټنې روانې دي.
په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د جولای پر ۲۸مه د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان په دیامیر ضلع کې د مساپرو یو بس کندې ته پرېوتی وو چې پکې اته تنه وژل شوي ول او نهه ټپیان ول.
دا هم وګورئ:
پاکستان په ټرافیک کې د وژل شوي پرتګالي وګړي په اړه له هغه هیواد سره تماس نیولی ګلګت کې ګاډی کندې ته پرېوتی، ۸ کسان وژل شويپه ګلګت بلتستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۵ تنه وژل شوي ديتر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د جولای پر ۱۶مه په هم هغه سیمه کې د مساپرو یو بس کندې ته پرېوت چې پکې پینځه تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل شوي ول.
د جون په پای کې د اختر پر دویمه ورځ په ټرافیکي پېښو کې دوه تنه ووژل شول. تر دې مخکې د جون پر ۱۷مه د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.
د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د دوو ګاډو په ټکر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ژوبل شوي ول. تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې د اپرېل پر ۱۵مه د بلوچستان په خضدار کې د پولیسو د یو ګاډي او مال وړونکې لارۍ ترمینځ په ټکر کې د پینځو پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي ول.
د مارچ پر ۱۱مه د پنجاب په ډېره غازي خان کې یوه نهر ته د ټریکټر ټرالۍ پرېوتو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي ول.
د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب په رحیم یار خان کې د یوه موټر د ټایر پرې کېدو او بیا له مساپر وړونکي بس سره په ټکر کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي شوي ول.
دا هم وګورئ:
د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې په ټرافیکي پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي ديسوات کې په بېلا بېلو پېښو کې ۳ کسان وژل شوي ديپنجاب کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شويکوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان وژل شويتر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.
پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې
د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه.
تر دې پینځه ورځې مخکې په کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.
داراز، د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول. د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو. د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.
د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.
تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.
د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.
په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.
په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.
دا هم وګورئ:
د کواټ په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلیپه کلاسېف الله کې ټرافیکي پېښې ۶ تنه وژلي او ۲۸ یې ټپي کړي ديد بلوچستان "قاتل سړکونه": د ترهګرۍ تر پېښو یې مرګ ژوبله ډېره دهسيند کې ټرافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوياخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.
د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.
همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.