د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر وزیراعظم چودري انوار الحق ویلي دي چې په سیمه کې برېښنا او اوړو لوړو نرخونو پرضد د مظاهرچیانو له مشرانو سره خبرو ته تیار دی.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د جمو او کشمیر د ګډې عامله کمېټۍ (جواینټ اېکشن کمېټي) احتجاجونه د مې پر ۱۲مه پر درېیمه ورځ هم روان ول.
بي بي سي اردو وايي چې د مې پر ۱۰مه او ۱۱مه د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې یو پولیس ووژل شو او لسګونه مظاهرچیان ژوبل شول.
د سیمې وزیراعظم انوار الحق د مې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال په تاوتریخوالي کې د یو پولیس وژنه تایید کړه.
ده وویل، د سیمې د پارلېمان په مرسته د برېښنا او اوړو د بیو د کمولو هڅه کوي خو زیاته یې کړه چې د جمو او کشمیر د ګډې کمېټۍ مشران دې ورسره خبرو ته کښېني.
دا هم وګورئ:
د اوړو مېلونو مالکان: حکومت دې د غنمو د بیو او د کارخانو ونډې ټاکلو لپاره دایمي تګلاره جوړه کړي ګلګت بلتستان برید: حکومت نوي امنيتي تدابير اعلان کړل، خلکو احتجاجونه کړي ديجماعت اسلامي په پاکستان کې د ګرانۍ ضد احتجاجونه کړي ديپاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر په خپله نقشه کې شامل کړپه همدې حال کې د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر د کلیوالې پرمختیايي چارو وزیر فیصل ممتاز راټور د مې پر ۱۲مه پر فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې وضعیت ارام شوی دی.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر وضعیت اندېښنه ښوولې ده او د مې پر ۱۲مه یې پر اېکس لیکلي دي چې د هغې سیمې له وزیراعظم او د کشمیر په اېتلافي حکومت کې یې د خپل ګوند مسلم لیګ (ن) له غړو سره خبرې دي.
Deeply concerned about the situation in AJK. Unfortunately in situations of chaos and dissent there are always some who rush in to score political points. While debate, discussion and peaceful protests are the beauties of democracy , there should be absolutely no tolerance for…
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) May 12, 2024
بیان کاږي چې شریف هغوی ته د اېکشن کمېټۍ له مشرانو سره د خبرو کولو سپارښتنه وکړه.
د پاکستان وزیراعظم له ټولو خواوو غوښتي دي چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره سوله ییزه لاره غوره کړي.
په همدې حال کې په کشمیر کې د جماعت اسلامي امیر محمد مشتاق خان پر اېکس په خپره کړې ویډیو کې ویلي دي چې که حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو احتجاجي تحریک پراخوي.
اخوا د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د مې پر ۱۳مه د اسلام اباد تر واک لاندې د کشمیر پر وضعیت د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وربللې ده.
د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې تر دې مخکې هم د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهرې شوې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۳۱مه په مظفر اباد کې ګڼو خلکو د بجلۍ د لوړ نرخ پرضد مظاهره کړې وه.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او پر هم کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور موافقه وکړه.
اسلام اباد د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې کړې دي.