د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي په پاکستان کې د ګرانۍ ضد احتجاجونه کړي دي


د سېپټمبر په دویېمه د سوات په مینګوره کې خلک د تړل شویو دوکانونو مخې ته احتجاج کوي.
د سېپټمبر په دویېمه د سوات په مینګوره کې خلک د تړل شویو دوکانونو مخې ته احتجاج کوي.

جماعت اسلامي د سيپتمبر پر دويمه د ګرانۍ پرضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي.

په پېښور، کوټه، کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او نورو ښارونو کې راوتلو مظاهره چيانو پر حکومت غږ وکړ چې اقتصاد دې بهتره او د ورځني استعمال شيان دې ارزانه کړي.

په مردان کې په احتجاج کې شامل، د جماعت اسلامي يو مشر مشتاق احمد خان وويل چې د بجلۍ او ګیس بیلونو د غریبو خلکو ملا ماته کړې ده.

هغه وویل ''پيټرول او ډیزل تر ۳۰۰ روپیو فی لیټر ګران شوي دي. چیني (بورې) سرکاري نرخ ۹۰ روپۍ دی خو په بازار کې په ۱۹۰ خرڅېږي. دا استحصال دی. په اګست کې (حکومت د بجلۍ) بیلونه راولېږل. داسې بیلونه چې هغه د مرګ پروانې دي. ورپسې یې په اول سېپټمبر تیل نور هم ګران کړل.''

د سېپټمبر پر دویمه د ګرانۍ ضد سوداګرو هم هړتال وکړ او کاروبارونه یې د احتجاج په توګه وتړل. کاروباریان وایي ګرانۍ یې کار اغېزمن کړی دی.

د پېښور صدر یو دوکاندار نواز خان هم د هغو دوکاندارانو له جملې دی چې خپل دوکان یې تړلی وو. هغه مشال راډیو ته وویل چې د نرخونو تر کمېدو پورې خپل دوکان پرانیستو ته تیار نه دی.

ده وویل، ''زما دلته وړوکی شان دوکان دی. په ما ۴۰،۰۰۰ روپۍ د بجلۍ بیل راغلی دی. زه حیران یم چې زه به دا بیل څنګه ورکوم؟ ''

پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

په پاکستان کې د تېرو څو اوونیو راهسې د ګرانۍ او د بجلۍ د زیاتو شویو بیلونو پرضد تر پراخو مظاهرو وروسته د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل، هڅه کوي چې د بجلۍ د ګرانۍ ستونزه په داسې توګه هواره کړي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره له شوي تړونه سرغړونه ونه شي.

هغه وویل د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله برېښنا ګرانه شوې ده او په کابینه کې شامل مسلکي کسان د موجودو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره پر غوره حل لاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې خلکو د بجلۍ په بیلونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې پراخې مظاهرې پیل کړې دي.

د اګست پر ۳۱مه په کراچۍ کې د ماربلو کارخانو مالکانو د بجلۍ د زیاتو بلونو خلاف احتجاج وکړ. احتجاج کونکو ویل د بجلۍ بیلونه دوه او درې چنده د زیاتېدو له امله یې کاروبار متاثره شوی دی او مجبور دي چې یوازې اته ساعته کارخانې کار وکړي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

په وروستي ځل حکومت د ۲۰۲۳م کال په جولای مياشت کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱‍۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG