پاکستان کې يوشمېر افغان کډوال وايي افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي

په لواړګي کې افغانان هېواد ته تګ لپاره په ګاډو کې د سپرېدو لپاره روان دي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.

افغانه خبرياله نازيه حفيظي څه باندې دوه کاله وړاندې له افغانستانه پاکستان ته کډواله شوه. نوموړې وايي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او ژوند يې له خطر سره مخامخ شو نو له کورنۍ سره يو ځای بې له ویزې پاکستان ته کډه وکړه.

په اسلام اباد کې مېشتې نازيې حفيظي د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې يې ځان د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) سره راجسټر کړ، خو د نوموړې په وينا، په هغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله که افغانستان ته وشړل شي نو ژوند به يې له خطر سره مخامخ شي.

نوموړې زياتوي، د تېر حکومت امنيتي سرتېري، د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالان، خبريالان، هغه کسان دي چې په افغانستان کې يې د ناامنۍ احساس کاوه او پاکستان ته ورغلي دي. "ډېر شمېر هغه کسان دي چې د پاکستانيو ويزو وخت يې پای ته رسېدلی دی. نوې ويزې نه دي ورکړل شوي. بهرنيو هېوادونو ته د تګ لپاره يې د انټرويو (مرکې) تر حده هم کارونه مخ ته تللي دي. که چېرې دوی افغانستان ته واستول شي، نو د دوی د کېسونو (نورو هېوادونو ته د تګ قضیو) لپاره هم ستونزه جوړېږي، او له امنيتي ستونزو سره هم مخامخېدلای شي، نو دا هغه اندېښنې او ګواښونو دي چې کډوال اوسمهال ورسره مخامخ دي."

له پاکستانه د بې اسناده وګړو ستنول

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درېيمه په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته امر وکړ چې د میاشتې تر پای پورې دې په خپله خوښه ووځي، که نه تر هغې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې بې اسناده بهرنیان په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان چارواکو له هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ. حکومت ويلي بې اسناده افغانان په هغه هېواد کې امنيتي خطر زېږوي او پر ملکي اقتصاد بوج زياتوي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

په لواړګي کې یو افغان ماشوم بل کوچنی په غېږ کې نیولی دی او افغانستان ته د تګ لپاره له لارۍ سره نېږدې ولاړ دی - د نومبر لومړۍ انځور.

د افغان خبریالانو اندېښنې

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فېدراسیون وياند حشمت وجداني هم يو له هغو کسانو دی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اسلام اباد ته تللی دی.

نوموړی وايي چې خبريالانو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د بيان د ازادۍ او د بشري حقونو په برخه کې ډېر کار کړی دی او هغوی د طالبانو حکومت تر هدف لاندې دي.

وجداني د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې خبريالانو او مدني فعالانو له افغانستانه تر وتلو وروسته هم په پاکستان کې خپل فعاليتونه جاري ساتلي دي او د سېمينارونو او کنفرانسونو جوړولو تر څنګ يې په بحثونو کې برخه اخيستې او د طالبانو پر يوشمېر کړنو يې زياتې نيوکې کړې دي.

دا هم وګورئ:

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دیاسلام اباد پولیس وايي پاتې غیرقانوني کډوال بندیان او مالونه یې قبضه کېږيپر تورخم اوښتونکي کډوال د نامعلومه راتلونکې سره مخ ديهېومن رايټس واچ: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل او ځورول بس کړي

وجداني زیاتوي چې که د پاکستان حکومت یې افغانستان ته ولېږدوي نو د طالبانو حکومت یې د ټولو فعالیتونو په اړه معلومات لري. "نو زه فکر کوم که دوی (طالبان) موږ ونيسي نو کېدای شي موږ شکنجه کړي، موږ په زندانونو کې واچوي، حتا تر مرګه پورې هم خطر شته."

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د ښځو په ګډون يوشمېر د حقونو فعالان او خبريالان نيول شوي چې ځينې يې خوشې شوي او ځينې لا هم په زندانونو کې دي.

بلخوا طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو او موسيقۍ د بنديزونو تر څنګ يوشمېر نور محدوديتونه هم لګولي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کراچۍ مېشتي اسناد لرونکي افغانان وايي پولیس یې ځوروي

د هنرمندانو او سازمانونو څرګندونې

دوه کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی افغان هنرمند عدنان ساپی وايي چې د خپل ژوند او روزګار لپاره يې افغانستان پرېښود او په پېښور کې يې ځان له يو اېن اېچ سي ار سره راجسټر کړ.

ساپي د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې يې د پاتې کېدو لپاره له نورو سندرغاړو او هنرمندانو سره يو ځای د اکتوبر پر ۲۴مه په پېښور های کورټ کې درخواست هم جمع کړی دی. "موږ دلته د دې لپاره راغلو چې زموږ سر محفوظ وي او زموږ کار و روزګار او هنر دلته ازاد وي. په افغانستان کې دا وخت نه هنر شته او نه هنرمند شته. له هنرمنده چې هنر واخلې نو هغه تش کالبوت پاتې کېږي. بل موږ دا وېره لرو چې که موږ افغانستان ته لاړ شو نو له موږ سره به کوم عمل کېږي؟ موږ به وژل کېږو، شکنجه کېږو، څه به راسره کېږي؟ موږ هنرمندان ډېر بې ضررره خلک يو خو هلته په اسلامي نظام کې هنر بند دی."

د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان د بشري حقونو پر کمېشن او تر دې مخکې د اکتوبر پر ۲۶مه ملګرو ملتونو پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بخښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (ای او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو خوندیتوب ته پام وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو هم د غصې څرګندونه کړې وه.

بلخوا د پاکستان حکومت ويلي چې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره له هغه هېواده بې اسناده افغانان باسي او خپله دا پرېکړه نه بدلوي.