د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېومن رايټس واچ: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل او ځورول بس کړي


افغان کډوال د ستنېدو په حال کې
افغان کډوال د ستنېدو په حال کې

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي چې د پاکستان لخوا د شړليو افغان کډوالو ژوند ته ښايي په افغانستان کې خطر وي.

هېومن رايټس واچ د اکتوبر پر ۳۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان باید سمدستي د پولیسو لخوا د افغانانو ځورول او په زور د کډوالو شړل بس کړي. دې ادارې زیاته کړې چې د پاکستان نګران حکومت باید د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره په شريکه په کار کولو سره غیر رجسټرډ افغانان ثبت کړي.

د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر پر درېيمه غيرقانوني کډوالو ته د ستنېدو لپاره ۲۸ ورځې وخت ورکړ. د هېومن رایټس په وينا دا ډير کم وخت وو. خو د پاکستان نګران حکومت ويلي چې يوازې غيرقانوني کډوال وباسي او هغوی چې ځانونه یې ثبت کړي دي، کولی شي په دغه هېواد کې واوسېږي. خو ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پر اسنادو سربیره یې پاکستاني پولیس ځوروي.

هېومن رایټس واچ په خپل بیان کې د ځينو هغو افغان کډوالو خبرې راخیستې چې غربي هېوادونو ته د پناه لپاره یې درخواستونه ورکړي او وېزو ته یې انتظار کوي. په دوی کې ډېرو یې ويلي چې که افغانستان ته ستانه شي نو د طالبانو په لاس یې ژوند ته خطر دی.

د پاکستان حکومت وايي پر پخوانيوو افغان کډوالو سربیره څو لکه افغانان دوه کلونه مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په کابل کې په زور حکومت ونيو. له هغه راهیسې یې پر رسنيوو، د بشري حقونو پر فعالانو او پخوانيوو امنيتي سرتېرو ځمکه تنګه کړې ده. له همدې امله په زرګونو افغانان د ژوند خوندي کولو لپاره له افغانستانه وتلي‌دي.

په دوی کې ډير یې ګاونډي پاکستان ته تللي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي. دې ادارې د اکتوبر پر ۲۷مه په يوه خبرپانه کې وويل چې پاکستان دې هېڅوک په زور نه باسي. دې ادارې زیاته کړي چې په ګڼ شمير کې افغانستان ته کډوالو ستنېدل به بشري بحران رامنځته کړي.

خو د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د اکتوبر پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د غيرقانوني کډوالو ایستل د نړیوالو اصولو او قوانينو په خلاف کار نه دی. حکومت د ستنېدو عمل ګړندي کولو لپاره په بلوچستان کې افغانستان ته تللې درې نورې لارې پرانیستې دي.

چارواکو ويلي چې د کورنیو او قبایلي چارو وزارت د بې اسناده کډوالو لپاره د خیبر په لواړګي (لنډي کوتل) کې د حمزه بابا مقبرې ته نېږدې، د پېښور په څنډه کې په لېبر کالونۍ او د هزارې ډېوېژن په هريپور کې لنډمهالي کیمپونه جوړ کړي دي. همدراز یو بل کمپ د پېښور په رېګي سيمه کې جوړ شوی دی.

د پاکستان حکومت وايي په هېواد کې یې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی. د دغو کډوالو د ایستلو پر ضد په پاکستان کې ځينو سیاسي ګوندونو، د بشري حقونو فعالانو، هنرمندانو او خبریالانو مظاهرې کړې دي او پر خپل حکومت یې غږ کړی چې په زور دې افغان کډوال نه باسي خو اسلام اباد دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG