د پاکستان چارواکو د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د ګرفتارۍ دعوه کړې ده

په لاهور کې پولیس د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان چارواکو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او پنجاب کې د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د نیولو دعوه کړې ده.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډيو ته وویل چې د مې پر ۲۸مه یې په رزمک بازار کې دوه مشکوک ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

ده دعوه وکړه چې دواړه کسان د حافظ ګل بهادر ډلې غړي دي خو هغې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا په پنجاب کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د مې پر ۲۷مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې ۱۲ مشکوک وسلوال نیولي دي.

دا هم وګورئ:

په ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګي برید ۲۳ سرتېري ژوبل کړي شهباز شریف وايي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده ترهګري ختمويپه هرنايي کې د چاودنې پرضد سیاسي ګوندونو احتجاج کړیخیبر کې د پولیو د واکسینې ډلې پر ساتونکو برید کې ۳ سرتېري ژوبل شوي دي

په بیان کې راغلي دي چې هغه کسان په سرګودې، ملتان، بهاولپور او ګوجراوالا کې نیول شوي دي.

بیان زیاتوي چې هغه مشکو وسلوال د تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت (داعش) غړي دي خو هغو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وخت په وخت په خیبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د مشکوکو وسلوالو د نیولو او وژلو دعوې کوي چې مشال راډيو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

له یوې مودې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې بریدونه کېږي. په ځانګړي ډول، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي.

وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه غونډې ته وویل د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.