پاکستان کې د ویکيپېډیا تړلو د فعالانو او پوهانو غبرګونونه پارولي دي

Wikipedia (LOGO)

د پاکستان مخابراتو ادارې (پاکستان ټیليکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) په هغه هېواد کې د نړیوال انټرنېټي وړیا پوهنغونډ ویکيپېډیا ووبپاڼه تړلې ده.

د هغې ادارې ویاند خرم مهران د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دا اقدام یې پر هغه انټرنېټي پوهنغونډ (انسایکلوپېډیا) د مذهب سپکاوي د موادو تر خپرېدو وروسته کړی دی.

هلته ویکيمیډیا بنسټ چې د ویکيپېډیا پاڼه چلوي، ویلي دي چې د فبرورۍ له درېیمې راهیسې یې پاڼه په پاکستان کې تړلې ده.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي او د دین د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوعات دومره حساس دي چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا ويره لا زیاته کړې ده.

د پاکستان د حکومتي ادارې اقدام پر ټولنیزو شبکو د فعالانو او پوهانو غبرګونونه پارولي دي.

مهران وايي، د پاکستان حکومت ویکیپېډیا ته ویلي دي چې له خپلې پاڼې څخه لانجمن مواد او مطالب لیرې کړي ځکه چې په پاکستان کې یې خلکو پرضد احتجاجونه کړي دي.

دی وايي، پي ټي اې ویکيپېډیا تر ۴۸ ساعتونو پورې تړلې ده او دا چې هغې ووبپاڼې ځینې مطالب لیرې کړي خو نور لا هم شته.

مهران زیاته کړه چې د پاکستان مخابراتو اداره د ټولو لانجمنو لانجمنو لیکنو تر لیرې کېدو پورې پاڼه بیا نه پرانیزي.

په همدې حال کې د ویکيمېډیا د فبرورۍ پر څلورمه په بیان کې ویلي دي چې پر ووبپاڼه یې د لیکنو خپرېدو فیصله هغه بنسټ نه کوي بلکې دا کار د بېلابېلو لیکوالانو دی.

په بیان کې البته راغلي دي چې هغه پاڼه داسې جوړه شوې چې پکې دا باوري کېږي چې خلک غوره او بې پرې یا بې طرفه معلومات خپاره کړي.

ویکیمیډیا په بیان کې له اسلام اباده هیله کړې ده چې د ویکیپېډیا پاڼه دې ازاده کړي ځکه چې په وینا یې، د معلوماتو او پوهې ترلاسه کول "یو بشري حق" دی او پاکستانی ولس پر هغه ووبپاڼه له ګردې نړۍ څخه وړیا معلومات ترلاسه کوي.

ویکیپېډیا یو داسې انټرنېټي پوهنغونډ دی چې پکې هر کس خپل اکاونټ یا حساب پرانیستی شي او پکې لیکنې کولای او مطالب بدلولای شي. خو هر کس چې دا کار کوي او نوې لیکنه کوي یا یوې لیکنې ته نوي معلومات وراضافه کوي نو د باوري سرچینو لکه مقالو، کتابونو او رسنیو حوالې به ورکوي.

په پښتو کې د ویکیپېډیا کورپاڼه

که یو کس د خپلو معلوماتو باوري حواله ور نه کړي نو له هغو معلوماتو سره یا دا لیکل شوي وي چې هغه خبره حواله نه لري او یا ورسره لیکل شوي وي چې هغه معلومات کره نه برېښي.

په ویکیپېډیا کې د پښتو، فارسي او اردو په ګډون د نړۍ په لسګونو ژبو کې لیکنې شته چې خلک ورڅخه ګټه اخلي.

دا هم وګورئ: پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د وژنو مخنيوی څنګه کېدای شي؟

غبرګونونه

د پاکستاني حکومت اقدام د فعالانو او پوهانو غبرګون پارولی دی او شنونکي وايي، د ووبپاڼې تړل د مسلې حل نه دی.

خو یوشمېر شنونکي دا هم وايي چې هغه پاڼه باید داسې مطالب خپرېدو ته پرې نه ږدي چې د خلکو د ازار سبب ګرځي.

د ټولنیزو شبکو فعال او خبریال فیصل چودري مشال راډیو ته وویل، داسې نړیوالې پاڼې باید دې ته پام وکړي چې هغه مواد چې د خلکو د ازارېدو سبب کېږي، خپاره نه کړي ځکه چې داسې مطالب د بېلابېلو سیمو او ټولنو د ولسونو ترمینځ "کرکه" زېږوي.

چودري البته دا هم وايي چې د ویکيپېډیا یا یوټیوب یا د بلې ووبپاڼې تړل د مسلې حل نه دی، بلکې پاکستان کولای شي چې په هغو پاڼو کې هغه مطالب حذف کړي چې د خلکو د پارولو لامل کېدای شي.

دا هم وګورئ:

د انټرنېټ څار نړیواله اداره: پاکستان کې د څو ساعتونو لپاره یوټیوب تړل شوی ووپاکستان یو ځل بیا پر ټېک ټاک بنديز ولګاوهپاکستان سرکار ټولنیزې رسنۍ په لنډمهاله توګه وتړلې سپین، تور او خړ انټرنېټ: ایا شبکې کنټرولېدای شي؟پاکستان وايي پر یوټیوب بندیز ته دوام ورکوي

په کراچۍ کې په پوهنتون کې د ژورنالېزم استاد توصیف احمد خان وايي، معلوماتي ټېکنالوژۍ علم ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی دی او ویکيپېډیا د "علم خزانه" ده.

ده مشال راډیو ته وویل، د ویکیپېډیا تړل د "کتابتون د بندولو" معنا لري ځکه چې هغه ووبپاڼه پر یو وخت په لکونو خلکو ته معلومات ورکوي.

د سیند پوهنتون پخوانی استاد سهېل سانګي وايي، خلک په خورا اسانۍ له ویکيپېډیا څخه معلومات ترلاسه کوي او بل دا چې هغه یوه ازاده ووبپاڼه ده چې پکې خلک خپله معلومات شریکولای شي.

پر ټولنیزو شبکو هم یوشمېر فعالانو د پاکستان د مخابراتو ادارې پر اقدام انتقاد کړی دی.

د ټولنیزو شبکو د چارو پوه او د انټرنېټي حقونو فعال اسامه خلجي پر ټوېټر په بیان کې د ویکيپېډیا تړلو اقدام د "خندۍ وړ" بللی دی.

نوموړي ویلي دي چې د مخابراتو اداره دې له نوې ټېنکالوژۍ خبر وکیلان ونیسي چې په عدالت کې یې استازیتوب وکړي چې هغوی دا سپیناوی ورکړي چې انټرنېټ څنګه کار کوي.

یوې بلې فعالې نګهت داد پر ټوېټر لیکلي دي چې په پاکستان کې هره میاشت "۵۵ مېلیونه" کسان ویکيپېډیا کاروي، نو څنګه "یوشمېر کسان پر ټوله ووبپاڼه د بشپړ بندیز لګولو پرېکړه کولای شي؟"

خو دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې یوه ووبپاڼه تړل کېږي. تر دې مخکې د هغه هېواد حکومت په ۲۰۱۲ز کال کې د مذهب سپکاوي په تور یوټیوب تړلی وو چې تر څلورو کلونو پورې بند وو.

اسلام اباد تر هغې وروسته د ویډیوګانو خپرولو او شریکولو اپلیکېشن ټېک ټاک هم تړلی وو او په ۲۰۲۰ز کال کې یې د لټون لپاره کارېدونکې ووبپاڼې ګوګل او داراز، ویکيپېډیا ته خبرداري هم ورکړي ول.