د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو ځل بیا پر ټېک ټاک بنديز ولګاوه


ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو له اپلیکېشنونو یو دی - انځور له ارشیفه
ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو له اپلیکېشنونو یو دی - انځور له ارشیفه

د پاکستان د مخابراتو ادارې - پاکستان ټېلېکمیونېکشن اتارټي- وايي، چې د برېښنايي جرمونو د مخنيوي له قانون سره سم یې ټېک ټاک اپلیکېشن - ایپ - تړلی دی.

دا خبره د مخابراتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې کړې ده. تر دې مخکې د مخابراتو ادارې د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې هم پر چینايي ایپ ټېک ټاک بندیز لګولی وو خو تر یوې مودې وروسته یې بیا پرانیست.

ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو له اپلیکېشنونو یو دی چې ورباندې خلک لنډې ویډیوګانې خپروي.

تر دې وړاندې سيند های کورټ د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د يو ځايي اوسېدونکي په درخواست پر ټېک ټاک د بندیز لګولو امر کړی وو.

هغه مهال د مخابراتو ادارې ویلي ول چې پر داسې معاملو باید هغه اداره فیصله وکړي او بیا خلک کولای شي چې په اړه یې عدالت ته لاړ شي.

تر هغې وروسته سیند های کورټ پر ټېک ټاک د بندیز فیصله لغوه کړه او د مخابراتو ادارې ته یې امر وکړ چې د ټېک ټاک په اړه ټول درخواستونه ژر فیصله کړي.

خو په پاکستان کې د حقونو فعالان وايي چې د ټولنیزې میډیا په شبکو د بندیزونو مرام د غیر اخلاقي موادو د مخنیوي پر ځای د مخالفینو اوازونه خاموشه کول او په حکومتي پالیسیو د ولسي نیوکو مخه نیول دي.

په دې اړه په اسلام اباد کې مالوماتو ته د لاس رسي د یوې غیر سرکاري ادارې مشر انور خان یوسفزی وايي چې په ټي وي راډیو او اخبارونو خو له وړاندې بندیزونه دي، سوشل میډیا یوه وسیله ده چې خلک یې د خپلو حقونو لپاره کاروي، نو ځکه اوس د هغې هم مخه نیول کېږي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې په خپل بیان کې زیاته کړې ده چې تازه بندیزونه یې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون لاندې عملي کړي دي.

خو په پاکستان کې د - بولو بهي - په نوم د حقونو د ادارې مشر اسامه خلجی وايي چې دا قانون په سمه توګه نه کارول کېږي او داسې پریکړې د خلکو بنیادي انساني حقونو څخه سرغړونه ده.

نوموړی وايي،" ټېک ټاک اکثره د کلیوالو سیمې خلک کاروي او د خپلو تخلیقي صلاحیتونه څرګندونه ورباندې کوي. د ښارونو خلک یا Elite ګڼي چې په ټېک ټاک کوم مواد خپرېږي نو دا له معیاره پریوتي او بې ارزښته دي".

دا بندیزونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې په پاکستان کې د ټېک ټاک کارونکي شاوخوا څلور کروړه ته رسېدلي دي.

په پېښور کې د حقونو یو بل فعال او د موبایل اپلیکېشن جوړونکی شفیق ګګیاڼی وايي، په ټولنه کې د رایې او تخلیقي صلاحیتونو د اظهار او ساعتېري فرصتونه کم دي، ځکه ډېرو خلکو سوشل میډیا ته مخه کړې ده خو هغه هم وخت په وخت د بندیزونو ښکار کېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې وخت پر وخت په پاکستان کې د حکومت او عدالت دواړو له خوا په یوټیوب، فېسبوک، ټوټیر او واټس ایپ هم بندیزونه لګول شوي دي.

چارواکو وخت په وخت ویلي چې د دغه بندیزونو وجه امنیت ټینګ ساتل او د غیر اخلاقي موادو مخه نیول دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG