د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په جنوبي وزیرستان کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وفاقي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بندیز لګولی دی او د ترهګرۍ مخنیوي د قانون له مخې یې "ناقانونه سازمان" ګرځوي.

وزارت د اکتوبر پر شپږمه په یو فرمان کې ویلي دي چې د پاکستان "وفاقي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."

په فرمان کې راغلي دي چې همدا لامل دی چې حکومت "د ۱۹۹۷ز کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د "واک په کارولو" پر پي ټي اېم بندیز لګوي.

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم د ناقانونه ډلو په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمنۍ کنلګېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، ورته د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګي.

وزارت هغه فرمان د پاکستان په رسمي جریده کې د خپرولو او بېلابېلو وفاقي او صوبايي ادارو ته د عملي کولو لپاره لېږدولی دی.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته د هغه فرمان نقل استولی او کره والی یې تایید کړی دی.

د پاکستان د جیو نیوز، دنیا نیوز او اج ټېلېوېژنونو، انډېپېنډنټ اردو ووبپاڼې او یوشمېر نورو رسنیو هم د کورنیو چارو وزارت د فرمان پر اساس پر پي ټي اېم د بندیز خبرونه خپاره کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ لا د کورنیو چارو د وزارت د فرمان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د پاکستان د ایین او قانون په چوکاټ کې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي مشال راډیو ته پر پي ټي اېم د بندیز فرمان دا نقل استولی دی - د اکتوبر شپږمې انځور.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

وفاقي حکومت پر داسې مهال اقدام کړی دی چې پېښور های کورټ پښتون ژغورنې غورځنګ ته د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړه.

پي ټي اېم وايي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم ناستې ته یې د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، مشران، فعالان او مهم شخصیتونه وربللي دي چې پکې به پښتنو ته د ورپېښو لویو مسلو د هواري لارې چارې لټوي.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د اکتوبر پر پینځمه دعوه کړې چې پولیسو د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

اخوا د پي ټي اېم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د علي وزیر، مولانا زینت الله افغان، شهزاد وزیر، سلمان توري او عزت الله افغان په ګډون د پي ټي اېم ځينې نور غړي وار له مخه د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بنديان دي.

دا هم وګورئ:

منظور پشتین ادعا کړې چې پولیسو د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات فعالان نیولي دي پي ټي اېم وایي په خیبر کې یې د جرګې لپاره تیاریانو ته دوام ورکړی دیپېښور های کورټ له حکومته د پي ټي اېم پر پلويانو د ډزو او اوښلن ګيس کارولو ځواب غوښتیپي ټي اېم: پوليسو د جرګې پر کيمپ بيا چاپه وهلې، انټرنېټ او د موبايل ټېلېفون شبکې يې تړلي

د پي ټي اېم مشران وايي چې پولیسو په مسلسلو چاپو کې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د جرګې لپاره خیمې لیرې کړې دي او هلته یې د غونډې د تیاري پر مهال د فعالانو پرضد اوښلن ګیس کارولی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې پولیسو د اکتوبر له لومړۍ څخه تر درېیمې پورې څلور ځلې د جرګې پر ځای چاپه وهلې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د عامه نظم ګډوډۍ د مخنيوي په نامه دا کاروايۍ د وفاقي حکومت په امر شوې دي خو د کورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر پینځمه خبریالانو ته وویل چې پر پي ټي اېم د چاپو وهلو کار د صوبايي پولیسو دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه عملیات د چا په امر کېږي او پي ټي اېم ولې د خپلې پراخې جرګې انتظاماتو بشپړولو ته نه پرېښوول کېږي.

د پي ټې اېم مشران وايي چې پر ټولو محدودیتونو سربېره یې په رېګي للمه کې د اکتوبر ۱۱مې غونډې تیاریو ته دوام ورکړی دی.

غورځنګ دا هم ویلي دي چې پېښور های کورټ د اکتوبر پر څلورمه ورته د جرګې کولو اجازه ورکړې ده.

د خيبر د شلوبر یو اوسېدونکي زاهد الله د اکتوبر پر درېيمه د خپل وکیل علي عظیم اپرېدي په مرسته په پېښور های کورټ کې په درخواست کې ویلي ول چې په جمرود کې یوه غونډه کېده چې ګډونوال يې سوله ییز خلک ول خو پوليسو ورباندې چاپه ووهله.

علي عظيم اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې پېښور های کورټ د اکتوبر پر څلورمه د خیبر پښتونخوا یوشمېر لوړپوړي انتظامي او امنیتي چارواکي عدالت ته وربللي ول او ورڅخه یې پوښتنې وکړې.

دی زیاتوي چې عدالت له لوړپوړو چارواکو څخه په لیکلې بڼه د پوښتنو ځوابونه غوښتي دي.