د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتین ادعا کړې چې پولیسو د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات فعالان نیولي دي


منظور پشتین په خیبر کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
منظور پشتین په خیبر کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین دعوه کړې چې پولیسو د اکتوبر پر ۱۱مه د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د پراخې غونډې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

نوموړي د اکتوبر پر پینځمه پر اېکس لیکلي دي چې په نیول شویو کې په خیبر کې د جرګې منتظم افتاب شینواری او د پي ټي اېم په اړه د مشهورو سندرو خالق او سندرغاړی شوکت عزیز هم شامل دي.

منظور پشتین په خپل بیان کې انتقاد کړی دی چې په تېرو ورځو کې د پي ټي اېم د جرګې پر منتظمینو "تشدد" وشو، پر ضد یې "اوښلن ګیس" وکارول شو، پولیسو یې د "جرګې خیمې وسوځلې،" فعالان ونیول شول او د هغوی د "کورونو د محرمیت او پردې سرغړونې" وشوې خو پاکستانیو رسنیو یې په اړه "ان یو خبر" هم ور نه کړ.

اخوا د پي ټي اېم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.

نوموړي وویل چې تر اوسه په ډېره اسماعیل خان کې د نیول شوي مخکښ فعال عالمزېب مسید په اړه هېڅ معلومات نه لري چې امنیتي ادارو چېرې ساتلی دی.

عالمزېب مسيد د اکتوبر پر دویمه تر نیول کېدو مخکې پينځه ځلې زنداني شوی دی. نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې د جبري بې درکه کسانو په اړه معلومات غونډوي.

دا په داسې حال کې ده چې د علي وزیر، مولانا زینت الله افغان، شهزاد وزیر، سلمان توري او عزت الله افغان په ګډون د پي ټي اېم ځينې نور غړي وار له مخه د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بنديان دي.

د پي ټي اېم مشران وايي چې پولیسو په مسلسلو چاپو کې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د جرګې لپاره خیمې لیرې کړې دي او هلته یې د غونډې د تیاري پر مهال د فعالانو پرضد اوښلن ګیس کارولی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې پولیسو د اکتوبر له لومړۍ څخه تر درېیمې پورې څلور ځلې د جرګې پر ځای چاپه وهلې ده.

د غورځنګ یوشمېر مخکښو فعالانو د اکتوبر پر دویمه مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو د سیند په مرکز کراچۍ کې هم د پي ټي اېم اته غړي نیولي دي. خو پولیسو مشال راډیو ته ویلي ول چې هغو کسانو یې پر ګاډي ډزې کړې وې. البته غورځنګ د پولیسو تور ردوي او ټینګار کوي چې ټولې هلې ځلې یې سوله ییزې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د عامه نظم ګډوډۍ د مخنيوي په نامه دا کاروايۍ د وفاقي حکومت په امر شوې دي خو د کورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر پینځمه خبریالانو ته وویل چې پر پي ټي اېم د چاپو وهلو کار د صوبايي پولیسو دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه عملیات د چا په امر کېږي او پي ټي اېم ولې د خپلې پراخې جرګې انتظاماتو بشپړولو ته نه پرېښوول کېږي.

خو د پي ټي اېم مخکښ حاجي عبدالصمد وايي چې د ایین او قانون له مخې په صوبه کې د عامه نظم او امنیت چارې د صوبايي حکومت تر واک لاندې دي او اصلي مسوولیت هم د صوبايي چارواکو دی.

د پي ټې اېم مشران وايي چې پر ټولو محدودیتونو سربېره یې په رېګي للمه کې د اکتوبر ۱۱مې غونډې تیاریو ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې عوامي نیشنل ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې د انتظامي کیمپ ړنګولو او د غورځنګ پر فعالانو د پولیسو تشدد غندلی دی.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال حکومتي اقدامات غیر مسوولانه وبلل.

د عوامي نیشنل ګوند ویاند احسان الله هم د اکتوبر پر درېيمه ناوخته په ویډیويي بیان کې د خیبر پښتونخوا پر واکمن ګوند تحریک انصاف نیوکې وکړې. "پاکستان تحریک انصاف له یو پلوه د خپلو احتجاجونو لپاره اسانتیاوې او ګنجایش غواړي او له بلې خوا بیا د خپل حکومت د واک په دایره کې چې ځوانان احتجاج کول غواړي نو مخه یې نیسي."

هلته پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي دي چې پېښور های کورټ د اکتوبر پر څلورمه ورته د جرګې کولو اجازه ورکړې ده.

د خيبر د شلوبر یو اوسېدونکي زاهد الله د اکتوبر پر درېيمه د خپل وکیل علي عظیم اپرېدي په مرسته په پېښور های کورټ کې په درخواست کې ویلي ول چې په جمرود کې یوه غونډه کېده چې ګډونوال يې سوله ییز خلک ول خو پوليسو ورباندې چاپه ووهله.

علي عظيم اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې پېښور های کورټ د اکتوبر پر څلورمه د خیبر پښتونخوا یوشمېر لوړپوړي انتظامي او امنیتي چارواکي عدالت ته وربللي ول او ورڅخه یې پوښتنې وکړې.

دی زیاتوي چې عدالت له لوړپوړو چارواکو څخه په لیکلې بڼه د پوښتنو ځوابونه غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG