د پاکستان حکومت بجټ کې د قبایلي ضلعو لپاره د ۶۵ اربه روپیو بېلولو وړاندیز کړی دی

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غونډې پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال په بجټ کې د قبایلي سیمو لپاره د ۶۵ اربه (مېلیارده) روپیو بېلولو وړاندیز کړی دی.

د خزانې وفاقي وزیر سېنېټر محمد اورنګزېب د جون پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته وویل چې د هېواد ټوله بودیجه ۱۸.۸۷۷ ټرېلیینه (۱۸،۸۷۷ اربه) روپۍ ده.

نوموړي وویل چې هڅه یې کړې چې د بجټ له لارې د سرکاري ملازمینو تنخاګانې او پېنشن (تقاعد) زیات او کاروباریان وهڅول شي چې پانګونه ډېره کړي.

اورنګزېب وویل چې حکومت ته یې وړاندیز کړی دی چې ټیکس (مالیه) نه ورکوونکي په ګوته کړي او هغوی دې له پاکستانه د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ یا لېسټ کې واچوي.

نوموړي چې بجټ وړاندې کاوه نو د مخالفو ګوندونو غړو احتجاج وکړ او شعارونه یې ورکول چې د "غریبو ملا ماتوونکی بجټ" ورته د منلو نه دی.

اخوا په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو مشر شبلي فراز وویل چې بجټ ځکه ردوي چې ټیکسونه پکې زیات شوي دي. نوموړي له وضاحت ورکولو پرته وویل چې هغه بجټ به د غریبانو ملا ماته کړي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای له لومړۍ نېټې پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون کې بودیجه وړاندې کوي چې بیا ورباندې په قامي اسمبلۍ کې بحث کېږي.

محمد اورنګزېب پرداسې مهال د بجټ قانوني مسوده وړاندې کړې چې پاکستان له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د بل پور اخیستو په لټه کې دی.