د پاکستان نګران حکومت په چمن کې د پاسپورت او ویزو لازمي کېدو پر ضد ناستو احتجاج کوونکو غوښتنې رد کړې دي.
د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې د زرګونو کسانو د احتجاجي پرلت د جنورۍ پر ۱۱مه پر ۸۵مې ورځې روان دی او احتجاجیان وايي له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي.
پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د چمن او سپین بولدک خلکو ته د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې او يا د يوې بلې اجازتنامې (پرمټ) په مرسته د تګ راتګ اجازه ورکړي. دوی وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط د زرګونو خلکو روزګار اغېزمنوي.
دا هم وګورئ:
د چمن پرلتوال د نوي کال لومړۍ ورځ د "تورې ورځې" په توګه نمانځيد چمن سوداګرو د پرلتوالو په ملاتړ کاربندیز کړی دیحکومت د چمن له اغېزمنو شویو کارګرو سره د مرستو اعلان کړی دید چمن پرلتوال وايي که غوښتنې یې نه منل کېږي نو د کوټې پر لوري لاریون پیلويپښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې ديدا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.
حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.
د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.
د پرلت زياتره ګډونوال هغه پنډیان يا د ځايي خلکو په خبره لغړیان دي، چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.
پرلتوالو د نومبر له ۲۰مې له چمنه سپین بولدک ته تلونکې لاره هم د سامان وړونکو ګاډو پر مخ تړلې ده.
د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي تر دې وړاندې هم ويلي ول چې حکومت د پاسپورټ او ویزې د لازمي کولو له شرطه نه په شا کېږي خو د دې پرېکړې له اغېزمنو شویو سره مرسته کول غواړي.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت به هغو خلکو ته د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې روزګار یې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله اغېزمن شوی دی.
اڅکزي ادعا وکړه چې تر اوسه ورسره ۴۰۰ کسانو د هغو پیسو اخیستلو لپاره نومونه ثبت کړي دي او د نورو خلکو د ثبتولو کار د ضلعې د مشر په دفتر کې روان دی.
خو د چمن زياتره پرلتوالو دا پرېکړه رد کړې ده او ویلي یې دي چې اغېزمن شوي خلک له حکومته "خیرات" نه غواړي، بلکې پر پوله د پخوا په څېر خپل روزګار غواړي.