د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوال د نوي کال لومړۍ ورځ د "تورې ورځې" په توګه نمانځي


په چمن کې پرلت د ۲۰۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لری ـ د نومبر ۲۳مې انځور.
په چمن کې پرلت د ۲۰۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لری ـ د نومبر ۲۳مې انځور.

د چمن زرګونو پرلتوالو د ۲۰۲۴ کال لومړۍ ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو او ماتم کولو اعلان کړی دی.

د پرلت ویاند صادق اڅکزي ډ ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې ماتم ځکه کوي چې حکومت یې غوښتنې نه مني. هغه زیاته کړه چې حکومت ورسره د مسلې د حل وعده کړې وه خو عملي یې نه کړه.

هغه زیاته کړه"په ټوله دنیا کې خلک د نوي کال په راتګ خوشالیانې کوي او د نوي سباوون زېرې یې بولي. موږ د کال لومړۍ ورځ ځکه د تورې ورځ په توګه نمانځو چې د تېر کال درې میاشتې موږ په ګرمۍ او یخنۍ دواړو کې د احتجاج په توګه تېرې کړې خو زموږ غږ څوک نه اوري. پر موږ ظلم او جبر شوی دی."

پرلتوال د نوي کال په شپه تر ناوخته په چمن کې راټول ول، دوی سپین بیرغونه پورته کړي ول او پر ډیورند کرښه د ویزې او پاسپورټ نه منلو شعارونه یې ورکول.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د چمن او سپین بولدک خلکو ته د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې او يا د يوې بلې اجازتنامې (پرمټ) په مرسته د تګ راتګ اجازه ورکړي. دوی وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط د زرګونو خلکو روزګار اغېزمنوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

په پرلت کې د سوداګرو ترڅنګ ګڼ هغه پنډیان (چې ځايي خلک یې لغړیان بولي) هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه د چمن سوداګرو د پرلتوالوسره د یووالي ښوولو لپاره کاربندیز کړی وو.

تر دې وړاندې د چمن د پرلتوالو په ملاتړ کې ماشومانو او معیوبینو هم احتجاجي لاریونونه کړي دي او پر ډېورنډ کرښه یې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو غندنه کړې ده، خو حکومت هلته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پر لازمي کولو ټینګار کوي.

حکومت البته اعلان کړی چې هغو خلکو ته به د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې روزګار یې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله اغېزمن شوی دی.

د صوبې د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په چمن کې د بې روزګاره شویو خلکو د مرستې لپاره شپږ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

اڅکزي وویل، تر اوسه ورسره ۴۰۰ کسانو د هغو پیسو اخیستلو لپاره نومونه ثبت کړي دي او د نورو خلکو د ثبتولو کار د ضلعې د مشر په دفتر کې روان دی.

هغه وویل، حکومت د پاسپورټ او ویزې د لازمي کولو له شرطه نه په شا کېږي خو له دې پرېکړې له اغېزمنو شویو سره مرسته کول غواړي.

خو د چمن زياتره پرلتوالو دا پرېکړه رد کړې ده او ویلي یې دي چې اغېزمن شوي خلک له حکومته "خیرات" نه غواړي، بلکې پر پوله د پخوا په څېر خپل روزګار غواړي.

بل پلو د شمالي وزیرستان تاجرانو له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان سره د تجارت لپاره دې د غلام خان لاره خلاصه وساتل شي او دا سړک باید د احتجاج یا امنیتی حالاتو لوجې بند نه کړل شی.

د شمالی وزیرستان د سبزیو او تازه میوو د اتحادیې مشر حاجي عبدالله خان د دسمبر په ۳۱مه مشال ریډیو ته وویل چې په غلام خان ټرانزټ باید خنډونه جوړ نه کړل شی.

یاد سړک د اتمانزیو قوم جرګې لخوا د خپل احتجاج دوران له دسمبر ۲۰مې تر دیرشمې تړل شوی وو.

بلخوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر منظور افریدي او هلته د پوځ مشر انجم رياض د تاجرانو د غوښتنو په اړه مشال ریډیو ته ویلي چې هڅه کوي په دغه لار ځايي تاجرانو ته نورې آسانتیاوې برابرې کړي

XS
SM
MD
LG