د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم د امریکا په ۵ ورځني سفر دی

انوارالحق کاکړ د سفر پر مهال له نړیوالو مشرانو سره پر سیمه ییز امنیت غږېږي ـ پخوانی انځور

د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ په پینځه ورځني سفر امریکا ته روان شوی دی.

د وزیراعظم دفتر د سېپټېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې نوموړی په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په کلنۍ غونډه کې د ګډون تر څنګ د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره ګوري.

د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډه د سېپټېمبر پر ۱۹مه پیلېږي او وزیراعظم کاکړ به ورته د سېپټېمبر پر ۲۲مه وینا کوي.

بیان وايي، کاکړ تر کلنۍ غونډې مخکې په امریکا کې له پاکستانیو سوداګرو سره ګوري او د چاپېریال ساتنې په اړه د ملګرو ملتونو په یوه نړیواله غونډه کې برخه اخلي.

کاکړ خپله د سېپټېمبر پر ۱۶مه له امریکا غږ اردو سره په مرکه کې ویلي ول چې د سفر پر مهال له نړیوالو مشرانو سره پر سیمه ییز امنیت غږېږي.

ده ویلي ول چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له ناټو اېتلافه د پاتې شویو وسلو په اړه ځکه له امریکايي چارواکو سره نه غږېږي چې هغه وسلې یې قصداً نه وې پرېښې.

دا هم وګورئ:

انوار الحق کاکړ وايي پاکستان له افغانستانه د ګواښونو پر وړاندې د خپلې دفاع حق لريانوارالحق کاکړ وايي ناقانونه افغان کډوال له هېواده وباسيانوارالحق کاکړ: په افغانستان کې له بهرنيوو ځواکونو پاتې وسلې د ټولې سیمې لپاره خطر دی

کاکړ په اګست کې دعوه کړې وه چې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو څخه پاتې وسلې د ''ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې'' دي چې دا د ټولې سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه تر جګړو وروسته پر افغانستان واکمن شول او جمهوري حکومت یې ړنګ کړ. هغه مهال د امریکا په مشرۍ د ناټو زیاتره پوځیان وار له مخه له افغانستانه وتلي ول.

د کابل تر نیولو څو ورځې وروسته طالبانو بهرنۍ سپکې او درنې وسلې نندارې ته وړاندې کړې وې.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت وايي چې لاس ته ورغلې وسلې د هېچا لپاره خطر نه دی او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.