د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوارالحق کاکړ وايي ناقانونه افغان کډوال له هېواده وباسي


د سېپتېمبر پر ۱۳مه نیول شوي افغانان عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې په حوالات کې ناست دي.
د سېپتېمبر پر ۱۳مه نیول شوي افغانان عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې په حوالات کې ناست دي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وايي په غیر قانوني توګه مېشت افغان کډوال له هېواده اوباسي.

انوار الحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۵مه اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وويل چې په دې هېواد کې په غیر قانوني توګه مېشت افغان کډوال د اوسېدو اجازه نه لري.

هغه وویل: ''يو هغه کډوال دي چې رجسټرډ دي، هغوی دلته دنړيوالو قوانینو په اساس ژوند کوي، موږ د هغو (قوانینو) پابند يو، دوېیم هغه کډوال دي چې په غیر قانونه توګه د پاکستان په خاوره اوسېږي، نه ورسره ويزې شته او نه قانوني اسناد لري. دوی ته د پاکستان په خاوره د ژوند کولو اجازه نشته.''

بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ د سېپټېمبر پر ۱۵مه په سيند صوبه کې د پوليسو لخوا د افغان کډوالو نيولو پرضد لاريون کړی.

د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د لاريون ګډونوالو له حکومته غوښتي چې دغه کسان زرترزره خوشې کړي.

د کراچۍ پولیس وايي چې د سېپټمبر له نهمې راهیسې یې په دې ښار کې تر ۵۰۰ زيات افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو د حکومت قونصل جنرل عبدالجبار وايي، په کراچۍ کې افغانان په ناقانونه ډول نیول کېږي او ځورول کېږي چې په وینا یې دا کار باید ودرېږي.

عبدالجبار زیاتوي چې د پاکستان حکومت او په کابل کې یې د طالبانو چارواکي له دې خبر کړي دي او په دې اړه یې د سیند ګورنر، اعلاوزیر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لیکونه هم استولي دي.

کراچۍ کې بندي افغانان وايي حکومت دې یې خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

تر انوارالحق کاکړ وړاندې د سیند ګورنر کامران ټېسوري او د کورنیو چارو وزیر حارث نواز د سېپټېمبر پر ۱۱مه خبریالانو ته وویل چې لنډمهالي وفاقي حکومت د هغو افغانانو هېواد ته د لېږدولو پرېکړه کړې ده چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پولیسو په وینا، د همدې پرېکړې پر اساس یې تازه ګرفتارۍ پیل کړې دي.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د ګرفتارو افغانانو وکیله منیزه کاکړه وايي چې پولیسو تر اوسه شاوخوا ۳۵۰ افغانان عدالتونو ته وړاندې کړي دي چې ورڅخه یې تر ۱۰۰ پورې په ضمانت خوشې کړي او یا یې هم عدالت د مقدمو ختمولو امر کړی دی.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا دعوه تکرار کړه چې په کراچۍ کې په ګرفتارو شویو افغانانو کې یې ۷۰ فیصده د مهاجرت یا کډوالۍ کارډونه یا نور قانوني اسناد لري.

یوشمېر افغانانو هم مشال راډیو ته ویلي دي چې پولیس قانوني اسناد لرونکي هم نیسي.

خو پولیسو دا تور په بیا بیا رد کړی دی او وايي، یوازې هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) په وینا، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوال اوسېږي چې د زیاترو د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې ده.

خو د پاکستان وفاقي حکومت تر دې مخکې د جون پر ۲۰مه په یو بیان کې اړوندو ادارو او چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې تر بل امر پورې دې افغانان نه نیسي.

په کراچۍ کې د تېر کال جون میاشتې راهیسې نېږدې ۳۰۰۰ افغانان پولیسو نیولي ول چې ځینې یې د څو میاشتو بند تېرولو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. د دې تر څنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي هم دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو. په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG