په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي ادارې چارواکي ادعا کوي چې په میرلي کې د پاکستانيو ځواکونو په ډرون بريد کې درې وسلوال وژل شوي دي.
په میرامشا کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نومبر پر پينځمه ناوخته د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې پاکستانۍ ډرون الوتکې پر همدغه ورځ د میرلي په موسکي سیمه کې د وسلوالو پر پټنځي بم غورځولی چې پکې درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره وژل شوي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې غړي دي خو یو بل استخباراتي چارواکي بيا ويلي چې وژل شوي وسلوال د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي دي.
البته دواړو وسلوالو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
ميرلي کې هدفي بريد
بلخوا د شمالي وزيرستان د میرلي تاڼې او ضلعي انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې د نومبر پر پينځمه ماخوستن مهال ناپېژندليو وسلوالو د خوشالي سیمې اوسېدونکی نورزا جان له خپل کور سره نېږدې ویشتلی او وسلوال تښتېدلي دي. د هغه بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې د هدفي بریدونو ۳۶مه پېښه ده.
په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.
دا هم وګورئ: په بر جنوبي وزیرستان کې په برید او نښته کې ۴ سرتېري وژل شوي، ۵ ژوبل ديد شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.