بلوچستان کې لا د پولیو واکسیني کيمپېن نه دی پیل شوی

پاکستان کې يو ماشوم ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي ـ انځور له ارشيفه

په بلوچستان کې د روغتیا څانګې چارواکي وايي، د پولیو د مخنیوي لپاره د واکسین ورکولو کيمپېن لا نه دی پیل شوی.

دوی وايي، د ماشومانو د ګوزڼ ضد دا کيمپېن له دې کبله ځنډېدلی دی چې د روغتیا څانګې د کارکوونکو اتحادیې کاربندیز کړی دی.

د بلوچستان د ځوانو ډاکترانو د اتحادیې مشر صبور کاکړ د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د کاربندیز هدف یې دا دی چې حکومت دې د سرکاري روغتونو د شخصي کولو او خرڅولو پر ځای د هغوی حالت سم کړي.

بل پلو د پولیو د مخنیوي صوبايي ادارې مرستیال مشر افتاب کاکړ د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کيمپېن به ژر پیل شي.

هغه وویل "چې کوم میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، هغوی ته دا پيغام دی چې خپلو ماشومانو ته دا څاڅکي ورکړي ځکه چې یوازې هغه ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې څاڅکي نه ول ورکړل شوي، نو له دې کبله بیا هغه وایرس نورو ته لګېږي."

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د ډېسېمبر له ۱۶مې د پولیو ضد اووه ورځنی کيمپېن پیل شي.

دا په داسې وخت کې ده چې سږکال په پاکستان کې ۶۳ ماشومان ګوزڼ یا پولیو وهلي دي چې زیاتره یې په بلوچستان کې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر له ۱۶مې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اووه ورځني واکسیني کیمپېن اعلان شوی وو.

د پولیو مخنیوي ادارې پر خپله ووبپاڼه په خبرپاڼه کې لیکلي، د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې پورې د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۴۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

هغې ادارې تر دې مخکې د اکتوبر په پای کې د پاکستان په ټولو برخو کې ګوزڼ ضد کیمپېن ترسره کړی وو.

اداره وايي، دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د چارسدې او ډېره اسماعیل خان، د بلوچستان د کلا سیف الله، بارکان او مستونګ، د پنجاب د راولپېنډۍ او د سیند د قمبر او جامشورو ضلعو په ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ وایرس موندلو خبر ورکړ.

په پېښور کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر عبدالباسط د ډېسېمبر پر ۱۳مه یوې غونډې ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا حکومت ۵۴،۰۰۰ پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو ته د واکسیني ډلو د امنیت چارو سمبالولو دنده سپارلې ده.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې تر اوسه په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۸، په سیند کې ۱۷ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پولیو ناروغۍ لاملونه څه وي؟

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.