د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای


ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس لا هم موجود دی او وخت په وخت پکې د ناروغۍ پېښې ثبتېږي. په هغو هېوادونو کې د پولیو واکسیني کیمپېنونه هم کېږي خو روغتیاپالان وايي چې د ناروغۍ نه ختمېدو یوه مهمه وجه دا هم ده چې په ځینو سیمو کې د کورنۍ مشران خپلو بچیو ته پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي. په پښین کې په یوه افغان کډواله کورنۍ کې دوه ماشومانې دي چې ګوزڼ وهلې دي. هغوی وايي چې په کوچنیوالي کې یې انا (نیا) ورته واکسیني څاڅکي نه ورکول چې اوس د معذورۍ ژوند تېروي. هغه ۱۵ کلنه ماشومه وايي، ارمان یې دی چې له مور سره یې یوځای د کور کار کولای خو معذوري ورته اجازه نه ورکوي. د هغو دواړو خویندو قصه په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG