د پاکستان حکومت وايي چې له سوریې (شام) څخه ۴۷۵ پاکستانیان په خوندي ډول لبنان ته رسېدلي او ژر به هېواد ته ستانه شي.
د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې په شام کې یې سفارت له ټولو پاکستانیانو سره "د مرستې لپاره فعال رول" لوبوي او خوندي یې له هغه هېواده د ایستلو هڅې کوي.
هغې وویل چې له ۴۷۵ پاکستانیانو څخه یې تر ۲۵۰ زیات زایرین ول چې خوندي د لبنان پلازمېنې بیروت ته رسېدلي دي.
د پاکستان او افغانستان په ګډون د ډېریو اسلامي هېوادونو وګړي په سوریه کې د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو د زیارت لپاره هغه هېواد ته ځي.
بلوڅې زیاته کړه چې پاکستان د شام د "خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا" ملاتړ کوي.
نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د هیت تحریر الشام په مشرۍ د سوریې نوي واکمنان د ډېسېمبر پر اتمه د اسد تر پرځولو وروسته خپل کنټرول ټینګوي.
هیت تحریر الشام، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، په وروستیو کلونو کې له القاعدې سره اړیکې پرې کړې او کوښښ یې کړی چې ځان د شام د حکومت لپاره د یو عملي بدیل په توګه وړاندې کړي. خو لویدیز هېوادونه او د بشري حقونو ډلې یې په اړه محتاطې دي.
په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، پاکستانیان د ډېسېمبر ۱۲مې او ۱۳مې ترمینځ شپې مهال په ځانګړو چارټرډ الوتکه کې هېواد ته لېږدوي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي چې شریف د ډېسېمبر پر ۱۱مه پر دې موضوع په اسلام اباد کې تر ځانګړې غونډې وروسته په بیان کې وویل چې دا هغه پاکستانیان دي چې له شامه بیروت ته رسېدلي دي.