په افغانستان کې یوشمېر معلولین وايي، اکثر له پامه غورځول کېږي، خو په وروستیو دوو کلونو کې یې ژوند نور هم ستونزمن شوی دی.
دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ډېسېمبر پر درېیمه د معذورانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
یو معذور کس چې د نوم له ښوولو یې ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې پخوا د غاښونو ډاکتر وو خو په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یې دواړه پښې پرې شوې.
دی وايي، تېر کال یې د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارته تنخا ترلاسه کړه خو سږکال یې د هغو کسانو په لېسټ کې نوم نه دی شامل شوی.
هغه وویل، کار ورته ستونزمن دی او هېڅوک یې په دنده نه ګوماري. "کله چې زه هلته لاړم، دوی وویل چې موږ یوه سروې وکړه او د سروې وروسته تاسو وړ نه یاست، په دې وروستیو کې ما غوښتل چې په یوه شخصي کلېنېک کې کار وکړم، خو دوی داسې څوک غواړي چې روغ وي."
دی زیاتوي چې د غاښونو ډاکترانو کار زیاتره په ولاړه کېږي او باید مقاومت ولري.
په همدې حال کې یو بل معلول شفیق الله د خپل ژوند ستونزې راته بیان کړې. "معلولينو ته هېڅ پاملرنه نهکېږي. په تېر حکومت کې زموږ معاش ۵،۰۰۰ وو، اوس ۳،۰۰۰ ته ټیټ شوی دی، ۲،۰۰۰ کم شو. له حکومته هیله لرو چې موږ ته کار راکړي چې د خپلو کورنیو پالنه وکړو."
د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکى نور احمد ميازاده، چې د پوليو یا ګوزڼ له کبله معذوره شوی وو، وايي چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې يې زدهکړې کړې دي.
دی وايي، په لومړي سر کې ډېر معلولین د بشري حقونو د کنوانسیون او کورنیو قوانینو له مخې له خپلو حقونو خبر نه دي دا لویه ستونزه ده او په دویم ګام کې د معذوره وګړو په تړاو ټولنیز ذهنیت نه دی جوړ شوی. "معلولينو ته بايد ذهنيت او دا ډاډ ورکړل شي، چې که يو څوک له جسمي پلوه معلول وي، بايد د خپلې پوهې له لارې په معنوي بڼه يوه دفتر کې کار وکړي، خو له بده مرغه چې معلولين له دې امله له دفترونو ګوښه کېږي او ورته ويل کېږي چې ته معلول يې او نه شې کولی چې دنده ترسره کړې."
یوشمېر معذوران وايي، د کاري ستونزو او نورو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي تر څنګ ټولنیزې ننګونې هم شته او په بېلابېلو نومونو لکه کمزوري، ړانده، کاڼه او ګوډ، یادېږي چې پر روحیه یې ناسم اغېز کوي.
په کابل کې د "معلوليت محدودیت نه دی" شورا مشر سید محمد صابر وايي، د طالبانو حکومت باید په حکومتي او شخصي څانګو کې د معلولینو د زده کړې، روغتیا او کارموندنې لپاره پلانونه ولري. "معلولينو ته بايد نور امتيازات هم ورکړل شي، ځکه یوازې معاش بسنه نهکوي، دوی ته باید د روغتیا، پوهنې، کار او نورو برخو کې ځانګړي امتیازات ورکړل شي."
دا هم وګورئ:
د افغانستان د معلولینو د باسکټبال لوبډلې تمرینونه پیل کړي "هره ورځ مې زړه ماتېږي خو هره ورځ له يوې نوې ارادې سره را پاڅېږم"د افغانستان معذوران کړېدلی ژوند تېرويطالبانو نابینا نجونې هم له تعليمه منع کړيد «ښکلي کابل ښار» په نوم د ویلچیېر سیالۍد افغانستان د سره صليب کمېټه وايي، دا مهال په هغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ مېليونه کسان بېلابېلې بدني معذورۍ لري.
د کمېټې په وینا، په افغانستان کې په اووه مرکزونو کې د فزیکي یا جسماني بیارغونې د پروګرام په پیلولو سره هر کال له ۲۰۰،۰۰۰کسانو سره مرسته کوي.
په افغانستان کې د سره صلیب د کمېټې ویاند پروېز احمد فیضي مشال راډیو ته وویل، "دغه پروګرام، یوشمېر معلولیت لرونکي کسان استخداموي. اوسمهال د دغه پروګرام له ۸۵۷ کارکوونکو څخه ۷۴۶ هغه يې معلولين دي چې د پروګرام د کاري ځواک ۸۷٪ جوړوي او د معاش په ترلاسه کولو د خپلو کورنیو سره مرسته کوي."
هغه زياتوي، د دې ترڅنګ، سور صليب د معلولينو د بيا يوځاى کېدو په موخه د ښوونيزو پروګرامونو، کوچنيو پورونو او د ورزشي پروګرامونو په برخه کې مرسته کوي.
خو معذوران وايي دا مرستې کافي نه دي او د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یې چې معاش یا تنخا ورکمه کړې، نو د ژوند ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تګلارې له مخې چې پخواني جمهوري حکومت جوړه کړې وه، هر کال له بدني پلوه بشپړو معلولینو ته ۶۰،۰۰۰ او جزوي جزوي معذورانو ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ مرسته ورکول کېده.
معذوران وايي، د طالبانو حکومت د هغو مرستو کچ په ترتیب ۳۶،۰۰۰ او ۱۸،۰۰۰ ته ښکته کړی دی.
په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت له چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړې پر بنسټ، له ۱۹۹۲ز راهيسې هر کال د ډېسېمبر درېیمه د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ز کال د دې ورځې شعار "د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دوامداره پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کول" دی.