د پېښور دوکاندارانو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده

په پېښور کې یوه ښځه په مارکېټ کې په دوکانونو ګرځي - پخوانی انځور.

د پېښور دوکاندارانو او کاروباریانو له حکومته غوښتنه کړې چې د هغوی ژوند او کاروبارونه دې خوندي کړي.

دوی دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر هغې یوه وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړې چې وسلوالو په پېښور کې یو سوداګر حاجي اکرام وتښتاوه.

د پېښور صدر یو دوکاندار سجاد خان وايي چې په وروستیو کې د ځینو سوداګرو تښتونو کاروباریان وېرولي او ترهولي دي نو ځکه دې یې پولیس د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

په همدې حال کې پولیسو ویلي دي چې حاجي اکرام یې د سېپټېمبر پر ۲۹مه سهار مهال په نوښار کې خوشې کړی دی.

پولیس وايي، د هغه د تښتونې په تور یې دوه تنه نیولي دي.

تر دې مخکې د پېښور د کینټونمېنټ (یا کینټ) تاڼې یو لوړپوړي پولیس چارواکي محمد وقاص د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حاجي اکرام له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او چا ورته مخکې ګواښونه هم نه ول کړي.

ده وویل چې د پېښور کاروباریانو او سوداګرو ته اضافي امنیت ورکوي. "د تاجرانو د وېرې او ستونزو په اړه مو له هغوی سره خبرې شوې دي. موږ هغوی ته باور ورکړی چې حالات به ډېر ژر سم کړو."

دا هم وګورئ:

ځايي مشرانو د خيبر پوليس په جرمونو او ناامنيو کې په لاس لرلو تورن کړيد پېښور کاروباريان له باج اخیستونکو شکايت لري، له حکومته امنيت غواړي خیبر پښتونخوا کې قلنګ څوک، څنګه او ولې اخلي؟ د صوابۍ ډاګۍ کلي خلکو تر ګواښونکو لیکونو وروسته له حکومته د تحفظ غوښتنه کړې

د پېښور پولیس وايي چې څو میاشتې مخکې هم وسلوالو د هغه ښار له سربند او پیشته خرې دوه سوداګر تښتولي ول چې وروسته یې خوشې کړل او د هغوی په اغوا کې یې ککړ کسان ونیول.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو برخو کې یوشمېر سوداګرو په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې نامعلومه کسان ترې باج یا قلنګ غواړي.

د سوداګرو په خبره، ځینې خلک په پېښور او شاوخوا سیمو کې کارخانه دارو ته ټېلېفونونه کوي او ورڅخه پیسې غواړي.

د حیات اباد یوه کاروباري خان ولي د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د هغو کارخانو مالکانو پر کورونو د لاسي بمونو بریدونه شوي دي چې د باج له ورکولو یې انکار کړی وو.

په پېښور او د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو سیمو کې له کاروباریانو څخه د باج غوښتنې پېښې په ۲۰۰۷ز کې زیاتې شوې خو د سوداګرو په خبره، په تېرو کلونو کې په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو پرضد تر عملیاتو وروسته هغه پېښې کمې شوې، خو اوس بیا په زیاتېدو دي.

سږ کال په اپرېل کې د مردان کاروباریانو د باج غوښتنې او د تښتونو وېرې او د نورو جرمونو زیاتېدو ته په کتو د وسلو د ساتلو پرېکړه کړې وه.

خو د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د کاروباریانو امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو او په باج غوښتنه کې د ککړو کسانو پرضد اقدامات کوي.