د پېښور د مساپر وړونکو ګاډو او اډو مالکانو د لوړو مالیو او جرمانو پرضد احتجاج کړی دی

په پېښور کې یوشمېر کسان په مساپر لېږدوونکي بس کې د سپرېدو لپاره انتظار کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور د مساپر لېږدوونکو ګاډو او د اډو مالکانو پر لویو لارو د زیاتو مالیو او جرمانو پرضد احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده.

هغوی د اکتوبر پر ۲۴مه د پېښور له حاجي کیمپ اډې څخه لاریون وکړ او بیا یې په انټرچېنج کې مظاهره وکړه.

احتجاجیانو له حکومته وغوښتل چې ټیکسونه او جرمانې دې کمې کړي او له سي اېن جي څخه د ګاډو پېټرولو ته د اړولو فیصله دې بېرته واخلي.

یو ډرېور کرامت خان د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې ټرافیکي پولیس یې اکثر جرمانه کوي. "د ټول پلازې ټیکس له ۵۹۰ څخه ۹۸۰ روپیو ته زیات شوی دی. زموږ د فلاینګ کوچونو پر سر چې سامان پروت وي نو [ټرافیکي پولیس] راته پرچه راکوي، هغه خو د سپرلیو سامانونه وي. دوی چې زموږ ټوله ګټه په جرمانو راڅخه اخلي نو موږ به بچیو ته څه وړو؟ پر موږ یې په بېلا بېلو خبرو جرمانې درې چنده زیاتې کړې دي."

د ګاډو مالکانو مشال راډیو ته وویل چې د موټروې پولیسو ورته ویلي دي چې ګاډي دې له سي اېن جي واړوي او په پېټرولو دې یې چلوي. دوی وايي، پېټرول ګران دي چې له وجې به یې کرایې هم لوړې شي چې پر ولس یې هم بار پرېوځي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او د ټرافیکي پولیسو چارواکو لا د ګاډو او اډو د مالکانو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي. خو د پاکستان د لویو لارو ملي ادارې (نیشنل هایوې اتارټي یا اېن اېچ اې) یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ډرېورانو ته یې یوه اونۍ وخت ورکړی دی چې خپل ګاډي دې له سي اېن جي څخه تېلو ته واړوي.

اېن اېچ وايي دا اقدام یې ځکه کړی دی چې د سي اېن جي سېلېنډرونه خوندي نه دي او کله نا کله چوي چې د خلکو د مرګژوبلې سبب کېږي.

دا روانه میاشت دویم ځل دی چې د خیبر پښتونخوا د سپرلیو لېږدوونکو ګاډو مالکانو د لوړو مالیو او جرمانو پرضد احتجاج کړی دی.

تر دې مخکې د صوبې د سپرلۍ وړونکو ګاډو مالکانو د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پېښور له حاجي کیمپ اډې څخه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه چې څو ساعته پس یې د ټرافیکي پولیسو د چارواکو په ډاډ ختم کړ.