په پاکستان کې د انټرنېټي رفتار کمېدو او پر وړاندې یې د خنډونو خلاف په اسلام اباد او لاهور های کورټونو کې درخواستونه دایر شوي دي.
د پاکستان نوموتي خبريال حامد مير د اګست پر ۱۶مه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د خپلې وکيلې ايمان مزاري په مرسته یې په اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کړی دی.
I filed a petition today in IHC through Imaan Mazari advocate against the installation of firewall that directly impacting fundamental rights of the citizens. It’s not only the business community suffering due to internet disruptions but every walk of life including journalists… https://t.co/j8smgbRyN5
— Hamid Mir حامد میر (@HamidMirPAK) August 16, 2024
نوموړي په خپل درخواست کې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو، بشري حقونو او کورنيو چارو وزارتونو تر څنګ د مخابراتو مرکزي اداره (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) فريقان ګرځولي دي.
حامد مير په خپله عريضه کې ليکلي چې انټرنېټي خنډونه د وګړو "اساسي حقونه" تر پښو لاندې کوي. نوموړي غوښتنه کړې چې "انټرنېټ ته لاسرسی" دې د پاکستان په اساسي قانون کې "د وګړو اساسي حق" وګرځول شي.
دا هم وګورئ:
د انټرنېټي حقونو سازمانونه وايي انټرنېټ د حکومتي اقداماتو له وجې ورو شوی د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي حکومت دې له خلکو د بیان ازادي نه اخليجنرال منیر: "بهرني قوتونه په برېښنايي ډېجېټل ترهګرۍ" کې لاس لريد شمالي وزیرستان د دوسلي خلک انټرنيټ او موبایل نيټورک غواړيد بخښنې نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت د انټرنېټ بحالولو غږ کړیبل خوا د اګست پر ۱۵مه په لاهور های کورټ کې هم د انټرنېټ د محدودولو خلاف درخواست جمع شوی دی.
د پاکستان د ډان او جيو نيوز تر څنګ ځينو نورو رسنيو هم خبر ورکړی چې هغه درخواست د ندیم سرور په نوم یو تن دایر کړی چې پکې یې د پاکستان حکومت او د مخابراتو ادارې ترڅنګ يې ځینې نورې ادارې هم فریقان کړي دي.
په درخواست کې ویل شوي چې په پاکستان کې "بې له څه ډول خبر ورکولو او لامل ښوولو" پر انټرنېټ بندیز لګول شوی او ځیني موبایل اپلیکېشنونه تړل شوي چې له وجې یې د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.
په وروستيو کې په پاکستان کې د انټرنېټي خدماتو د ځنډېدو راپورونه ورکړل شوي دي چې تر ډېره یې اېکس (پخوانی ټوېټر) او وټس ایپ اغېزمن کړي دي.
د پاکستان حکومت ویلي دي چې د انټرنېټ کارونې او ټولنیزو شبکو د څار لپاره د یو انټرنېټي او برېښنايي دېوال يا ډېجېټل فایروال عملي کولو هڅه کوي.