د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د دوسلي خلک انټرنيټ او موبایل نيټورک غواړي


د دوسلي تحصيل خلک د مظاهرې په مهال
د دوسلي تحصيل خلک د مظاهرې په مهال

د شمالي وزیرستان د رزمک ډویژن د دوسلي تحصیل خلکو د موبایل نیټورک او انټرنیټ لپاره احتجاج کړی دی.

له احتجاج کوونکو څخه څو کسانو یې د اپريل پر ۲۹مه، مشال راډيو ته وويل چې له حکومته غوښتنه کوي چې د ملک د نورو برخو په شان دې دوی ته د موبایل نیټورک او انټرنیټ سهولت ورکړای شي. په دوسلي کې احتجاج کونکیو ته په خپله وینا کې یو ځایي تن اصلامیر خان وویل په ۲۰۰۲ کال کې وزیرستان ته د موبایل نیټورک سهولت ورکړل شو خو په دوسلي کې لا هم نشته.

اصلامیر خان زیاته کړه چې خلک د انټرنيټ او سم موبایل نیټورک د نه موجوديت له کبله له ستونزو سره مخامخ دي نو ځکه باید حکومت د دوی غوښتنې ومني: "نړۍ چرته ورسېده او موږ لا هم د موبایل نیټورک غوښتنه کوو. موږ په دې دور کې د موبایل سهولت نه لرو. پوځي چارواکو په سیمه کې د خپلو ځانونو لپاره د انټرنیټ سهولت برابر کړی خو د ولس لپاره نشته. موږ څو څو وارې غوښتنه وکړه خو پوره نه شوه."

دا لومړی ځل نه دی چې په شمالي وزیرستان کې د انټرنيټ او موبایل نيټورک لپاره داسې مظاهرې کيږي. خو امنيتي چارواکو په تیرو وختونو کې له وضاحت ورکولو پرته ويلي چې د امنيت لپاره یې په ځينو ځایونو کې پر انټرنيټ بندیز لګولی دی.

پوځ ځان ته انټرنت برابر کړی خو د ولس لپاره نشته.
اصلامير خان

د موبایل ټيليفوني خدماتو برابرونکي شخصي کمپنۍ، یوفون (UPhone) يو چارواکي چې له رسنيوو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د اپريل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د وزیرستان په ټولو سیمو کې یې د موبایل نیټورک ستنې لګولې خو د پوځ له اړخه اجازه نشته چې ۳جي او ۴جي انټرنیټ او په ځينو سيمو کې موبایل نیټورک شروع کړي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر منظور افریدي مشال راډيو ته ويلي چې پر دې مسله له امنيتي ادارو سره خبرې روانې دي او هيله لري چې ژر د انټرنيټ او موبایل نيټورک د فعاليدو اجازه ورکړي.

د اپريل پر ۲۳مه، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په يو راپور کې ويلي وو چې د پاکستان نیمايي ابادي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي دي چې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده ښځو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه د سړیو په کنټرول کې دي. په دې راپور کې زیاته شوې چې په کومو ځایونو کې انټرنيټ شته، هلته د روزګار او د اقتصادۍ بهترۍ موقعې ډېرې وي.

XS
SM
MD
LG