شمالي وزیرستان: په برید او نښته کې یو سیاسي فعال ژوبل شوی، ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي - انځور له ارشیفه

په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند یو غړی وژل شوی او پوځ وايي چې په عملیاتو کې یې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

په میرلي کې د اېن ډي اېم یو مشر اعظم خان د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې خالد داوړ د اګست پر ۱۶مه په وسلوال برید کې "سخت ژوبل" شو چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي له پولیسو څخه د پېښې د پلټنو او د سیاسي فعالانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د ميرلي تاڼې پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې بريدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي خو دوی پلټنې پيل کړي دي.

پر داوړ د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې یو بل سیاسي فعال هم وژل شوی وو.

چارواکي وايي، وسلوالو د اګست پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په رزمک کې د تحریک انصاف غړی ګلدراز خان وواژه. د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

دا هم وګورئ:

په خیبر کې په وسلوال برید کې یو پولیس وژل شوی دیپه شمالي وزیرستان کې د تحريک انصاف غړی وژل شویشمالي وزیرستان کې وسلوالو د ټېلېفوني خدماتو ادارې یو کارکوونکی وژلی دیشمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: يو پوليس وژل شوی او ولسي وګړی ژوبل شویشمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې ښځه او مېړه وژل شوي ديپه شمالي وزیرستان کې ۲ کسان وژل شوي او ۸ ګاډي سوځول شوي خیبر پښتونخوا کې سږکال تر ۱۳۰ زيات پولیس سرتېري وژل شوي دي

په همدې حال کې پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې يې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۶مه په بيان کې ويلي چې د پټو معلوماتو پر اساس يې د اګست د ۱۴مې او ۱۵مې ترمینځ شپې مهال په رزمک کې عمليات کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ای اېس پي ار په وينا، وژل شوي وسلوال پر امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو په هدفي بریدونو کې ککړ ول.

په میرامشا کې یو پوځي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویل او خپلواکه سرچينو هم لا د پوځ د دعوې تصدیق نه دی کړی.

په شمالي وزیرستان کې ناامني پر داسې مهال زیاته شوې ده چې له تېرو یوشمېر اوونیو راهیسې په رزمک کې د اتمانزیو جرګه روانه ده چې

پوځ دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې د شمالي وزیرستان په رزمک کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د ټولو اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګه روانه ده چې په سیمه کې د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

خو دا یوازې شمالي وزیرستان نه دی بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم په تېرو اوونیو کې بریدونه زیات شوي دي.

د اګست پر ۱۴مه په بر جنوبي وزیرستان کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په برید کې پینځه امنیتي سرتېري ژوبل شول. ټي ټي پي د اېف سي ځواک پر سرتېرو د برید مسوولیت قبول کړ.

د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه په کورمه کې د ملېشې ځواک پر پوستې په برید کې دوه سرتېري ووژل او یو ژوبل شو خو د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان پولیس، پوځ او حکومتي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د اګست پر ۱۲مه شپې مهال د باجوړ په چارمنګ کې په عملیاتو کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د یوه د ګرفتارۍ خبر ورکړ.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.