د پاکستان پخوانيو واکمنو ګوندونو د سپريم کورټ د واک قانون په اړه د هغه عدالت د ټولو قاضیانو د جرګګۍ د فیصلې هرکلی کړی دی.
دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۱مه د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګګۍ د هغه عدالت د واک په اړه د قانون پرضد درخواستونه رد کړل او هغه قانون یې لازم الاجرا وباله.
د مشر قاضي فایز عیسا په ګډون له ۱۵ څخه ۱۰ قاضیانو د هغه قانون په حق کې او پینځو یې په مخالفت کې رایه ورکړه.
سپریم کورټ د اکتوبر ۱۱مې تر اورېدنې وروسته په فیصله کې ویلي دي چې هغه قانون "اییني" دی خو اطلاق به یې په ماضي نه کېږي بلکې له اوسه به لازم الاجرا کېږي.
د سپریم کورټ پریکټس اېنډ پروسیجرز اېکټ ۲۰۲۳ یا د سترې محکمې د چارو او کاري بهیر په اړه قانون د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت د روان کال په اپرېل کې منظور کړی وو.
شریف د اکتوبر پر ۱۱مه پر اېکس، چې پخوانی نوم يې ټوېټر دی، په بیان کې د سپریم کورټ د جرګګۍ د فیصلې هرکلی وکړ.
پخواني وزیراعظم زیاته کړې چې هغه پرېکړه نه يوازې خپله د سپریم کورټ د چارو چلولو ته "جمهوري بڼه" ورکوي بلکې "د پارلېمان، چې د پاکستان د ولس استازیتوب کوي، د درناوي څرګندونه" هم کوي.
دا هم وګورئ:
د سپریم کورټ اکثرو قاضیانو د هغه عدالت واک په اړه د قانون پرضد درخواستونه رد کړي ديپه لومړي ځل د پاکستان سپريم کورټ اورېدنه په ژوندۍ بڼه پر ټي وي نشر شوهولسمشر په دويم ځل هم د مشر قاضي واک محدودولو قانوني مسوده لاسلیک نه کړهد پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي د واک کمولو قانوني مسودې د نه عملي کولو امر کړید پاکستان پارلېمان په ګډه غونډه کې د مشر قاضي د واک کمولو قانوني مسوده بیا منظوره کړهد پيپلز ګوند یوې مخکښې سېنېټرې او د اقلیمي بدلون او چاپېریال چارو پخوانۍ وزیرې شېري رحمان هم پر اېکس په بیان کې د فیصلې ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې له دې سره به د سپریم کورټ روڼوالی زیات او حیثیت به یې لا لوړ شي.
خو د پخواني حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف پر اېکس په خپل رسمي بیان کې لوړپوړې حکومتي او دولتي څوکۍ لپاره د مسلم ليګ (ن) د رهبر میا نواز شريف د نااهلۍ د احتمالي یا ممکنه ختمونې ته په اشاره ليکلي چې له دې فیصلې سره له سپريم کورټ څخه د "سياسي هیلو" لرونکې ډلې ته "مایوسي" ور په برخه شوې ده.
د سپریم کورټ د واک په اړه په هغه قانون کې زیات پام د چیف جسټس د سو موټو یا له خپل اړخه د اقدام واک کمولو ته شوی وو. د قانون له مخې چیف جسټس په یوازې ځان د یوې مسلې په اړه له خپل لوري اقدام نه شي کولای بلکې د سپریم کورټ د رتبو پر اساس له دویم او درېیم نمبر قاضیانو سره به مشوره کوي او بیا به د نوټس اخیستو یا نه اخیستو پرېکړه کوي.
د سپریم کورټ پخواني قاضي عمر عطا بندیال هم هغه میاشت د هغه قانون پرضد د درو درخواستونو اورېدنه کړې وه او ویلي یې ول چې پارلېماني بېل د عدلیې په ازادۍ کې د مستقیمې او لویې مداخلې ښکارندويي کوي نو ځکه یې که ولسمشر لاسلیک هم کړي، نه دې عملي کېږي.
خو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د بندیال د کار موده سر ته ورسېده او نوي چيف جسټس فايز عیسا د سېپټېمبر پر ۱۷مه د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ د مقدمې اورېدنه وکړه.
په ټولیز ډول د هغه قانون پرضد نهه درخواستونه دایر شوي ول چې د عیسا په مشرۍ یې د ټولو قاضیانو جرګګۍ په اړه ټولې څلور اورېدنې وشوې.