د ازادې اروپا راډیو خبریالې السو کورماشېوا په ګډون یوشمېر کسان د روسیې او غرب ترمینځ د زندانیانو لویه تبادله کې خوشې شوي دي

السو کورماشېوا په کازان کې د عدالتي اورېدنې پر مهال - د مې ۳۱مې انځور.

د امریکا حکومت ویلي دي چې د ازادې اروپا راډیو خبریالې السو کورماشېوا، د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرېشکووېچ او د امریکايي ځواکونو پخواني سرتېري پال وېلن په ګډون ۱۶ تنه د بندیانو په تبادله کې د روسیې له زندانونو خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر لومړۍ نېټه د روسیې، امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو ترمینځ د زندانیانو تبادلې پراخ عمل ترسره شو چې په اړه یې فکر کېږي چې تر سړې جګړې وروسته ښايي د بندیانو تر ټولو لویه تبادله وي.

د زندانیانو د تبادلې په بهیر کې اته روسي وګړي او د روسیې د حکومت مخالفه سیاستوال، خبریال او لیکوال ولادیمیر کارا-مورزا هم ازاد شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل چې هغه موافقه له مخې یې بندیان "ازاد شول، د ډېپلوماسۍ یوه نمونه ده."

بایډن چې وینا کوله نو ورسره د روسیې په زندانونو کې د بندي وګړو د کورنیو ځينې غړي هم ولاړ ول.

نوموړي وویل، "موږ له روسیې څخه د پینځو جرمنانو او اووه روسي وګړو چې په خپل هېواد کې سیاسي بندیان ول، په ګډون د ۱۶ کسانو د خوشې کولو په اړه مذاکرات وکړل. له هغو څخه یې ځینې ښځې او سړي تر کلونو پورې په غیر عادلانه ډول په بند کې ول. هغوی ټول له زښت لوی کړاوه تېر شول او د بې یقینۍ په حالت کې ول. نن د هغوی کړاو ختم شو."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ازادې اروپا راډیو د خبریالې کورماشېوا لور مېرییم بوتورېن ځان ته نېږدې کړې ده - د اګست لومړۍ انځور.

د ترکیې د استخباراتو ملي سازمان هم د اګست پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د اووه هېوادونو د ۲۶ بندیانو په تبادله کې یې د "مهم مینځګړي رول" ترسره کړ. سازمان وايي چې دا "په تېرو وختونو کې" د بندیانو "تر ټولو جامع تبادله" وه.

په بیان کې راغلي دي چې د مذاکراتو له لارې د "روسیو وګړو او د غربي هېوادونو د وګړو، چې په امریکا، جرمني، پولینډ، ناروې، سلووېنیا، روسیې او بېلاروس کې بندي ول" تبادله ممکنه شوه.

بیان زیاتوي چې په بېلاروس کې د جرمني اجیر عسکر ریکو کریګر، او د روسیې حکومت مخالفه اېلیا یاشین او په جرمني کې د روسیې د استخباراتو وفاقي ادارې کرنل وادیم کراسکیوف هم خوشې شوي دي.

یوه روسۍ الوتکه چې په اړه یې فکر کېږي چې روسي زندانیان لېږدوي د اګست پر لومړۍ نېټه د انقرې له هوايي ډګره پرواز کوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په بیان کې ویلي دي چې وېلن، ګرېشکووېچ او کورماشېوا له روسیې څخه تر ازادېدو وروسته امریکا ته پر لاره دي.

نوموړي ویلي دي چې د واشنګټن د "خپلو یوشمېر ملګرو، په ځانګړي ډول د جرمني، پولینډ، ناروې او سلووېنیا منندوی دی چې دا موافقه یې شونې کړه."

هغه ویلي دي چې د "ترکیې د حکومت ستاینه" هم کوي چې د هغو "اشخاصو امریکا او جرمني ته یې د خوندي ستنېدو لپاره ځای ورکړ."

تاس خبري اژانس د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ویاند دېمېتري پېسکوف له خولې ویلي دي چې کرېملېن هیله من دی چې هغه کسان چې تللي به له روسیې لیرې اوسي.

اژانس د پېسکوف له خولې لیکلي، "زما باور دی چې زموږ دښمنان به بهر پاتې شي او څوک چې زموږ دښمنان نه دي، هغوی به راستانه شي. دا زما نظر دی."

رسنیو ویلي چې دا تبادله تر هغې وروسته وشوه چې په روسیه کې یوشمېر لوړپوړي سیاسي بندیان ورک شول چې له وجې یې داسې اوازې پیل شوې چې ښايي هغوی د تبادلې لپاره تیارول کېږي.

د ازادې اروپا راډیو د مشر غبرګون

د ازادې اروپا راډیو، چې مشال راډیو یې هم برخه ده، مشر سټیفن کپوس د زندانیانو تر تبادلې وروسته په پیغام کې د کورماشېوا په خوشې کېدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده او ویلي یې دي چې نوموړې "بالاخره ازاده شوه."

هغه ویلي دی، "په تېر یو دردناکه کال کې د روسیو چارواکو له لوري د السو د غیر عادلانه بند" قصه "خورا جوته ده" او د هغې د قضیې په اړه "ډېری خبرونه خفه کوونکي ډېر هیله بښونکي" نه ول.

د نوموړي په خبره، په دې موده کې السو او د هغې ګران مېړه پاوېل او لورانو بيبي او مېرییم حوصله وښوده او "موږ بیا په پراګ کې د هغې لیدو ته سترګې پر لار یو."

تر دې څو ساعته مخکې د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کپوس په بیان کې د روسیې په بند کې د خپلې خبریالې "السو کورماشېوا" د "خوشې کېدو خبرونو هرکلی" کړی وو او ویلي یې ول چې "د امریکايي حکومت او د هغو ټولو منندوی دی چې په روسیه کې یې له هغه سره د روان غیر عادلانه چلند ختمولو لپاره خورا زیاتې هڅې وکړې."

کپوس وړاندې ویلي، "د السو خوشې کېدل موږ ته د ازادې اروپا راډیو د نورو درو خبریالانو، چې په بېلاروس او د روسیې تر واک لاندې کرېمیا کې په ظالمانه بند کې دي، د ازدولو لا زیات هوډ راکوي."

نوموړي زیاته کړه چې د هغوی تر خوشې کېدو پورې ارام نه کښېني ځکه چې "خبریالي جرم نه دی."

د ازادې اروپا خبریالان اېهار لوسېک او اندرې کوزنېچېک په بېلاروس او ولادېسلاف یسپېنکو په کرېمیا کې بندیان دي.

دا هم وګورئ:

د روسیې يو عدالت د ازادې اروپا راډيو خبریالې السو کورماشېوا ته شپږ نيم کاله قيد سزا اورولېاروپایي پارلېمان د روسیې له زندانونو د خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې دهواشنګټن په روسیې کې د امریکايي خبریال نیول غندلي ديد ازادې اروپا راډيو اېهار لوسېک ته د ۱۵ کلونو د بند سزا غندلې

د زندانیانو تبادلې په اړه مخکیني راپورونه

د زندانیانو د تبادلې په اړه راپورونه هغه وخت راغلل چې د امریکايي ځواکونو پخواني سرتېري او په مېشېګن ایالت کې د یو شخصي امنیتي شرکت چارواکي پال وېلن وکیلې اولګا کارلوفا د جولای پر ۳۱مه وویل چې نه پوهېږي چې موکل یې چېرې دی او په مردوفیا سیمه کې د زندان چارواکو یې دې پوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه کړې چې ایا هغه اوس هم په زندان کې دی او که نه؟

وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور د ۱۶ کلونو په بند محکوم شوی دی خو هغه او واشنګټن پورې شوي تورونه ردوي.

د نوموړي په ګډون تر ۱۰ زیات امریکايي وګړي په روسیو زندانونو کې ول چې یا خو ورباندې له نشه يي توکو لرلو نیولې تر غدارۍ او جاسوسۍ پورې تورونه لګېدلي یا سزا شوي ول.

په ډېرو مواردو کې امریکايي حکومت د وال سټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګرېشکووېچ او د ازادې اروپا راډیو د خبریالې السو کورماشېوا په ګډون پر نیول شویو امریکایانو لګېدلي تورونه ناسم او یا سیاسي بللي دي. د قانوني چارو ځینې پوهان وايي چې ځینو کسانو ته اورول شوې سزاګانې عادي نه دي.

د السو کورماشېوا او ایوان ګرېشکووېچ قضیې

د روسیې یو عدالت تېره میاشت کورماشېوا ته د هغه هېواد د پوځ پرضد د ناسمو خبرونو خپرولو په تور د شپږ نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه. کورماشېوا، د ازادې اروپا راډيو او د امریکا حکومت دا تورونه رد کړي ول او عدالتي پرېکړه یې سیاسي بللې وه.

کورماشېوا د چيک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري.

پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې نیولې وه.

پر هغې دا تور هم پورې شوی چې هغې د "بهرنۍ اېجنټې" په توګه ځان نه دی راجسټر کړی. د بهرنيو اېجنټانو ثبت د روسیې د هغه قانون لاندې کېږي چې خبریالان او مدني فعالان هدف ګرځوي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله. د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه یې بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي ول او ويلي‌ يې ول چې ښځه یې ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

د کورماشېوا ترڅنګ د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرېشکووېچ هم د ۲۰۲۳ز کال له مارچ راهیسې د روسیې په بند کې وو. پر ۳۲ کلن ګرېشکووېچ د "جاسوسۍ" تورونه پورې شوي ول چې هغه، سپینې ماڼۍ او وال سټریټ ژورنال رد کړي ول.