پي ټي اېم وايي د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې يې يوشمېر غړي نيول شوي

د پاکستان پوليسو د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد او د هغه ملګري نيولي دي ـ پخوانی انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران او غړي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې یې پولیس د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د مخکښانو پر کورونو چاپې وهي او يوشمېر غړي يې نيولي او له ځان سره بیولي دي.

د پي ټي اېم د بر جنوبي وزیرستان د سره روغې سیمې مشر شېر زاده مسید د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په ډېره اسماعيل خان کې د غورځنګ د يو مخکښ فعال عالمزېب مسید پر کور چاپه وهلې او هغه يې له ځان سره بیولی دی.

عالمزېب مسيد تر دې وړاندې پينځه ځلې زنداني شوی دی. نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې د جبري بې درکه کسانو په اړه معلومات راغونډوي.

شېر زاده مسيد زياتوي چې په کوز جنوبي وزيرستان او بر جنوبي وزيرستان کې هم د پي ټي اېم غړي او د هغوی خپلوان نيول شوي دي. "تېره اونۍ پوليسو د سروکۍ تحصيل د [ښاروال] شاه فيصل غازي پر کور چاپه ووهله او د هغه ورور، پلار او د تره زوی يې له ځان سره بوتلل. تر هغه وروسته د پي ټي اېم د سروکۍ تحصيل مشر محمد خان پر کور چاپه ووهل شوه او پوليسو هغه او د هغه يو ملګری ګرفتار کړل. تر هغې وروسته په اعظم ورسک سيمه کې د پي ټي اېم برمل پر مشر پوليسو تشدد کړی وو."

د جنوبي وزیرستان پولیسو تر اوسه د پي ټي اېم د غړو د نيولو يا پر هغوی د تشدد کولو دعوو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

بلخوا په کورمه کې د غورځنګ د مشر عمر څمکني ورور عبدالهادي د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې "ناپېژندلیو کسانو" د اکتوبر پر لومړۍ نېټه څمکنی له سدې بازاره له ځان سره بیولی دی.

د سدې تاڼې مشر فضل کريم د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې هغه هم د ټولنیزو شبکو له لارې له هغې پېښې خبر شوی دی. د نوموړي په وينا، د عمر څمکني کورنۍ ورسره تر اوسه راپور نه دی درج کړی.

هلته په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په تېرو پينځو ورځو کې د هغه ښار له بېلا بېلو سيمو څخه د غورځنګ اته غړي نيولي او پر ضد يي د ترهګرۍ مقدمې درج کړې دي.

د نوموړي په وينا، هغوی د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ښار په منګوپير سيمه کې د پي ټي اېم د اکتوبر ۱۱مې جرګې لپاره غونډه وکړه او تر هغه وروسته يې پوليسو پرضد کاروايي پيل کړې ده.

د کراچۍ د منګو پير پوليسو تاڼې مشر غلام حسين بيا له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د پي ټي ايم غړو د هغې غونډې پر مهال پر پولیسو ډزې وکړې او د دوی ګاډي ته یې زیان ورساوه، خو پي ټي اېم دا تورونه رد کړي دي.

دا هم وګورئ:

پي ټي اېم د پولیسو تر چاپو وروسته بیا د راتلونکې جرګې خیمې لګولې ديد راولپينډۍ پولیسو علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا ونیوپي ټي اېم وايي د ټانک چارواکو ورته د شهزاد وزیر د خوشې کولو ډاډ ورکړی دیخالد ايوب وايي پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره "مبارزه" وکړي

دا په داسې حال کې ده چې وار د مخه لا د علي وزیر، مولانا زینت الله افغان، شهزاد وزیر، سلمان توري او عزت الله افغان په ګډون د پي ټي اېم ځينې نور غړي د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بنديان دي.

د پي ټې اېم مشران وايي چې پر دې برسېره له يوشمېر نورو سيمو هم د غورځنګ مخکښان نيول شوي دي. هغوی ادعا کوي چې مخکښان يې له دې امله نيول کېږي چې حکومت یې راتلونکې جرګه "ناکامه" کول غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې غړي حاجي عبدالصمد خان د سېپټېمبر پر ۲۷مه د غورځنګ پر رسمي فېسبوک پاڼه په یو ویډيويي بيان کې وویل چې څنګه د هغې جرګې تاريخ رانېږدې کېږي، د پاکستان حکومت "انتقامي" اقدامات زياتوي. "زموږ اکثره ملګري ګرفتار کېږي. دوی جېلونو ته اچول کېږي، دوی څارل کېږي، خو موږ به په هر صورت دا جرګه کوو."

د پاکستان حکومت لا د پي ټي اېم د دې ادعاوو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی خو د خيبر پښتونخوا پوليسو د اکتوبر پر دويمه او درېيمه د جمرود په رېګي للمه ميدان کې د اکتوبر ۱۱مې جرګې پر انتظامي کيمپ درې ځلې چاپه ووهله.

د پي ټي اېم غړي وايي چې پوليسو د هغوی لګول شوې خېمې وروسوځولې او پر دوی يې د اوښلن ګيس کارولو تر څنګ ډزې هم وکړې چې ځينې ملګري يې ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ د پوليسو کاروايي منلې ده. د صوبايي حکومت وياند محمد علي سيف د اکتوبر پر دويمه وویل چې پوليسو د پاکستان د وفاقي حکومت په امر د پي ټي اېم د غړو خلاف اقدامات کړي دي.