پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د شمالي وزیرستان د خړ کمر د پېښې څلورم تلین په مناسبت غونډه کړې ده او ویلي یې دي چې د پښتنو د حقونو لپاره د سوله ییزې مبارزې قربانیان نه هېروي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین، بل مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر او یوشمېر نور مخکښه فعالان د مې پر ۲۶مه د دته خېلو خړ کمر ته ورغلل او هلته یې د وژل شویو کسانو لپاره دوعا وکړه.
د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر له امنیتي پوستې سره د ډزو په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي ول.
د پاکستان پوځ پر هم هغه ورځ په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ او پېنځه سرتېري یې ژوبل کړل چې د پوځیانو په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.
خو عیني شاهدانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پوځ تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې پر خړ کمر پوستې پوځي سرتېرو د ډوګه مچه مده خېلو ناستې ته ورتلونکې قافله ودروله او وروسته یې ورباندې ډزې وکړې.
دا هم وګورئ:
د خړ کمر شهیدان او د عارف وزیر وژنه نه شو هېرولی: پي ټي اېمعلي او محسن د خړ کمر او زندان کیسه کويد پي ټي اېم مظاهرې، لسګونه ګرفتارعدالت په حکومتي غوښتنه د محسن او علي خلاف د خړ کمر مقدمه ختمه کړهپښتین هغه مهال ویلي ول چې د غورځنګ له غړو، مشرانو، پلویانو او د وزیرستان له مظاهرچیانو او اوسېدونکو سره وسلې نه وې.
تر هغې پېښې یوه ورځ وروسته د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه جلا بیان کې وویل چې د خړ کمر پېښې له ځای سره یې پېنځه نور مړي موندلي چې په مرمیو لګېدلي ول.
غورځنګ او د پښتنو ملتپاله ګوندونو د هغې پېښې په غبرګون کې پراخې مظاهرې کړې وې.
حکومت د شهدا پيکېج تر نامه لاندې د هر وژل شوي تن کورنۍ ته ۲۵، ۲۵ لکه روپۍ او هر زخمي ته یې ۱۰ لکه روپۍ ورکړې وې.
منظور پښتین د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۶مه د خړ کمر پېښې تلینغونډې ته په وینا کې خپلې دعوې تکرار کړې او و یې ویل چې په ۲۰۱۹ز کال کې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې سوله ییزو مظاهرچیانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
ده وویل، د پېښې د ښکار شویو کورنیو ته د انصاف ورکولو هڅو ته دوام ورکوي. "دلته ځوانان د خپل حق لپاره جمع ول. د دوی (سرتېرو) ظلم یې دنیا ته ښکاره کاوه، دوی په لاسونو کې د خپلو مېلمنو [هرکلي] ته ګلدستې نیولې وې، دوی تش لاس ول خو امنیتي سرتېرو ورباندې ګولۍ وورولې او بیا چې څوک پاتې شول هغوی یې ګرفتار کړل. نو خپل دغه شهیدان نه شو هېرولای. د دوی په یاد کې به غونډې کوو او ورته به انصاف غواړو."
پښتین زیاته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره خپلو اییني او قانوني هڅو ته دوام ورکوي.