پي ټي اېم وايي د بلوچستان یو عدالت د علي وزیر د ضمانت په اړه پرېکړه محفوظه کړې ده

علي وزیر په کراچۍ کې د پي ټي اېم یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې د بلوچستان د حب ضلعې یو عدالت یې د مخکښ او د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر د ضمانت په اړه فیصله محفوظه کړې ده.

د غورځنګ غړي هدایت الله پشتین مشال راډیو ته وویل چې عدالت د ډېسېمبر پر څلورمه د وزیر د قضیې اورېدنه وکړه او ټاکل شوې چې د ضمانت په اړه خپله پرېکړه د ډېسېمبر پر پینځمه واوروي.

د وزیر وکیلې منیزې کاکړ د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د علي وزير پر ضد هغه مقدمه د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې پر داسې وخت درج شوې وه چې هغه د کراچۍ په زندان کې بندي وو.

هغه وايي، د حب عدالت ته یې ټول هغه ثبوتونه وړاندې کړې دي چې ورڅخه ثابتېږي چې وزیر هغه مهال په زندان کې وو.

پولیسو په هغه قضیه کې پر وزیر او د پي ټي اېم پر ۱۱ غړو په حب کې د غورځنګ غونډې پر مهال د ریاستي ادارو پر ضد د ویناګانو تور پورې کړی دی چې هغوی یې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر درېیمه د بلوچستان د حب یو عدالت علي وزیر د قضیې اورېدنه وکړه او هغه یې د هغې ضلعې د ساحلي سیمې ګډاني زندان ته ولېږداوه.

د علي وزیر وکیله وايي چې عدالت نوموړی د ۱۴ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی وو چې هغه موده د ډېسېمبر پر درېیمه پوره شو.

دا هم وګورئ:

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې ديد اسلام اباد پولیس وايي د بشري حقونو وکیله ایمان مزارۍ او د هغې مېړه یې نیولي دي د راولپينډۍ پولیسو علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا ونیواسلام اباد های کورټ د ترهګرۍ قضیه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی دید پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر زندان ته ولېږل شو

د پي ټي اېم غړی هدایت الله پشتین وايي چې د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر په قضیه کې د غورځنګ ټول ملګري وار له مخه خوشې شوي دي.

علي وزير چې د روان کال د اګست په درېیمه د اسلام‌اباد پولیسو نیولی وو، تر دې دمه یې په بېلابېلو مقدمو کې د اسلام اباد او پنجاب په مختلفو جېلونو کې بند تېر کړی او د نومبر په ۱۶مه د پنجاب بکر سيمې پوليسو د بلوچستان پوليسو ته وسپاره.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپلو غړو او پلویانو لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د هغو مقدمو هدف د غورځنګ د فعالیتونو مخه ډب کول دي.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم یو مشر نورالله ترین د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، حکومتي فشار یې د مبارزې مخه نه شي نیولی. هغه زیاته کړه چې پي ټی اېم به د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سوله ییزې مبارزې ته ادامه ورکوي.

پي ټي اېم وايي چې ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې او احتجاجي لاریونونه هم کړې دي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۴مه د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو نیولی وو او د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشې کړ. تر دې مخکې د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې وزیر د کراچۍ پولیسو په غوښتنه ونیوه او ورباندې یې د ریاستي ادارو پر ضد د کرکې خپرولو او ویناګانو کولو تور پورې کړ. د پېښور پولیسو وروسته نوموړی د سیند پولیسو ته وسپاره. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

وزیر داداز د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړکمر تر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پینځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.