د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند په اړه د امریکا له وړاندیز سره په "اصولي توګه" موافق دی خو په دې لاره کې کییف ته د لویدیځو هېوادونو د وسلو د لېږد په څېر ځینې باریکۍ شته چې ورته پاملرنه غواړي.
ولسمشر پوتین د مارچ پر ۱۳مه په مسکو کې له خپل بېلاروسي سیال الېکساندر لوکاشېنکا سره ګډې خبري غونډې ته وویل: "هر ډول تړون باید اوږدمهالې سولې ته لاره هواره کړي او د جګړې اصلي لاملونه په ګوته کړي."
د نوموړي اشاره ښايي د ناټو سازمان د پراخېدو لوري ته وه.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي ول چې د روسیې لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېټکوف په مسکو کې په "ډېرو جدي بحثونو" بوخت دی.
دا هم وګورئ:
امریکا روسیې ته پر اوربند د سلا کېدو ټینګار کړید پوتین یو لوړپوړي سلاکار له اوکراین سره د هر ډول موقتي اوربند وړاندیز رد کړی دیپه ورته وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولوودیمیر زېلېنسکي هم د مارچ پر ۱۳مه وویل، "پوتین د امریکا له خوا د وړاندې شوي، د سولې موقتي تړون، ردولو ته تیاری نیسي خو د هغه په وینا، ټرمپ ته مخامخ د دې خبرې له کولو ډارېږي."
د مارچ پر ۱۱مه د سعودي عرب په جده ښار کې د امریکا او اوکراین د چارواکو ترمینځ تر نهه ساعته خبرو وروسته اوکراین د امریکا هغه وړاندیز منلی وو چې د روسیې د یرغل پرضد په جګړه کې به ۳۰ ورځنی اوربند کوي.
امریکايي چارواکو هغه مهال او بیا وروسته د مارچ پر ۱۳مه وویل چې د اوربند پلان اوس د روسيې په لاس کې دی.
پوتین تازه څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته وکړې چې د هغه لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف وویل، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وړاندیز کړی اوربند یوازې اوکراین ته وخت ورکوي چې د روسیې له خوا پر خپلو ځواکونو له فشاره ځان وژغوري.
ټرمپ د مارچ پر ۱۲مه پر روسیې ټینګار وکړ چې پر ۳۰ ورځني اوربند سلا شي او خبرداری یې وکړ چې که دا وړانديز رد کړي نو واشنګټن به ورباندې لا زیات بندیزونه ولګوي.