راپورونه: "ایرانیو سرتېرو" په سیستان - بلوچستان کې "لسګونو افغان کډوالو ته مرګژوبله اړولې" ده

په سیستان - بلوچستان ولایت کې یو ایرانی سرتېری پهره کوي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت چارواکي، سرچینې، عیني شاهدان او د ایران د بشري حقونو یو سازمان دعوه کوي چې ایرانیو سرحدي ځواکونو په سیستان - بلوچستان ولایت کې ګڼ افغان کډوال ویشتلي دي.

په تهران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته تایید کړه چې پېښه د سیستان - بلوچستان د سراوان ولسوالۍ په کلګانو سیمه کې شوې ده.

سراوان سیمه د پاکستان له بلوچستان سره نېږدې پرته ده.

سرچینې وویل چې په دې اړه د معلوماتو غونډولو هڅه کوي او زیاته یې کړه چې د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

تهران لا د هغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو حکومت وايي چې په اړه یې پلټنې کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د "حال وش" په نوم د بشري حقونو سازمان او یوې رسنیزې ډلې، چې د سیستان - بلوچستان ولایت چارو په اړه خبرونه خپروي، د اکتوبر پر ۱۵مه شپې ناوخته پر اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې د "دوو افغان کډوالو" او خپلو "سرچینو" په حواله ویلي دي چې د ایرانیو ځواکونو "په ډزو کې" ګڼ افغان کډوال "وژل شوي دي."

هغه سازمان په بیان کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۳مه ګڼو افغانانو غوښتل چې ایران ته داخل شي چې ایراني سرتېري ورته "وار له مخه سراوان کې پټ ناست ول او ورباندې یې مستقیمې ډزې" وکړې.

بیان وايي چې ایرانیو ځواکونو "راکټونه" هم وویشتل چې پکې "لسګونه کډوال ووژل او لسګونه ژوبل شول."

حال وش له بریده د روغ وتلیو افغانانو له خولې ویلي دي چې پر هغه ورځ شاوخوا "۳۰۰" افغان کډوالو ایران ته د داخلېدو هڅه کړې وه چې ورڅخه یې "له ۶۰ تر ۷۰ پورې ژوندي پاتې شوي او نور وژل شوي یا سخت ژوبل دي."

هغه سازمان پر اېکس په بیان کې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د حال وش د دعوو او ویډیوګانو تصدیق نه شي کولای او ایرانيو چارواکو هم لا د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې عیني شاهدانو او د ښکار شویو خپلوانو د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته هغه خبرې تایید کړې چې حال وش سازمان او رسنیزې ډلې خپرې کړې دي.

البته هغوی د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض ارقام ورکوي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

د پېښې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د اکتوبر پر ۱۶مه هرات ته تر رسېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې ایرانیو سرتېرو ورته په کلګانو کې کمین نیولی وو. "نن سهار (د اکتوبر پر ۱۶مه) بېرته راغلو، دا ورور مې د کلګانو په سیمې کې په کمین کې ګیر شو، موږ ټول ۳۰۰ کسان وو، نو تر ۲۷۰ یا ۲۸۰ کسان ووژل او ټپي شول. ښایي تر ۵۰ یا ۶۰ کسان ژوندي راوتلي وي، زما خپل ۱۲ تنه ملګري هم ووژل شول."

البته په پېښه کې د یو وژل شوي کس خپلوان د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تر "۶۰ پورې کسان بچ پاتې شول او نور ټول ۲۴۰ پورې یې ووژل شول."

ده زیاته کړه چې هغه افغانان د کاروبار لپاره ایران ته روان ول.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ یوې سرچینې مشال راډیو ته وویل چې ایرانیو ځواکونو ورسره په خبرو کې له "هغې کړنې" انکار کړی دی.

د نیمروز په پل ابرېشم کې د طالبانو د حکومت کمیسار مولوي حنظه الله مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه د وژل شویو مړي او ژوبل کسان افغانستان ته نه دي انتقال شوي. "په دې اړه مو کمېټه جوړه کړې. خو ایرانیان یې نه مني، البته پېښه شوې ده. دوی د [سیستان - بلوچستان] په کلګان کې [ایران] ته تلل چې دا پېښه شوې. تر اوسه نیمروز ته نه شهید راوړل شوی او نه ټپي. زموږ په سفارت کې ډېپلوماټان او ملګري ټول د [بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان] متقي صاحب سره پر همدې موضوع اخته دي."

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي.

نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې په رسنیو کې "د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يوشمېر افغانانو د شهادت او زخمي کېدو په اړه ځينې ګنګوسې" خپرې شوې دي چې د طالبانو د حکومت بېلابېلې ادارې او ډېپلوماټيکې استازولۍ یې پلټنې کوي.

مجاهد زیاته کړې ده چې حکومت یې د پېښې په اړه "کره معلومات" نه لري او د "موضوع تر روښانتیا وروسته" به "لازم تصمیم" ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له یوې مودې راهیسې له هغه هېواده د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د اکتوبر په پیل کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۳۰،۰۰۰ افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سازمان د اکتوبر پر درېیمه په رپورټ کې زیاته کړې وه چې له هغو څخه یې ۴۳ سلنه افغانان په زور له ایرانه لېږدول شوي دي.

یوشمېر افغانانو په سېپټېمبر کې هېواد ته په ستنېدو اژانس فرانس پرېس ته ویلي ول چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او هغه کسان هم باسي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي. د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان احمد رضا رادان تېره میاشت ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر پایه به دوه مېلیونه بې اسناده افغانان له هېواده وباسي.