د روسیې، چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د ستونزو د سیمه ییزو حللارو پر موندلو ټینګار کړی دی.
د اپرېل پر ۱۳مه د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې د څلورمې غونډې په درشل کې د افغانستان پر ستونزو بحث وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر ټېلېګرام د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله په بیان کې ویلي، "د افغانستان د وضعیت په اړه مو پر اندېښنو بحث وکړ چې پکې په افغانستان کې د ترهګرۍ پراخېدل، د افغانستان په اړه د امریکا او لویدیز [هېوادونو] د بندیزونو دوام له کبله پیدا شوي ناورینونه او د افغانستان د خلکو سخت ژوند" شامل دي.
په بیان کې په افغانستان کې د خلکو مشکلاتو له کبله ګاونډیو هېوادونو، په تېره ایران، ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د څپو یادونه هم شوې ده.
عبداللهیان زیاته کړه چې د ناستې ګډونوالو له تعلیمه د افغان نجونو پر محرومولو هم اندېښنه وښوده.
د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي، په دې لړ کې یې کاروایۍ ته دوام ورکړی دی او دا چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.
داراز، د طالبانو حکومت وايي، د نجونو د تعلیم لپاره یې د یو "شرعي چوکاټ" پر جوړولو کار ته دوام ورکړی دی خو د هغه چوکاټ په اړه یې وضاحت نه دی کړی.
د روسیې، چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هغه ناسته د اپرېل پر ۱۳مه په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو تر هغې غونډې مخکې کړې ده چې پکې د کوربه ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون کوي.
هغې غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ورغلی دی.
دا هم وګورئ:
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې حالات استبدادیت خوا ته روان ديمتقي: د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه منطقي نه دهد افغانستان یوشمېر نومیالیو دیني عالمانو د نجونو پر زده کړو د بندیز ختمولو غوښتنه کړې دهد پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیره حنا رباني کر د سمرقند په غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅلې د اپرېل پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې د سمرقند غونډه به د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ، چې د هغه هېواد په وضعیت کې په مستقیم ډول ښکېل دي، د توافق په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
داراز، د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د اپرېل پر ۱۲مه په یو بیان کې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې نه کولو د ژمنې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې بیجنګ په افغانستان کې د یو منځلاري او معقول حکومت ملاتړ کوي.
بیان وايي، چین غواړي افغانستان یو خپلواک او ټولشموله سیاسي جوړښت ولري، معتدله او معقوله کورنۍ او بهرنۍ تګلارې ولري او په تېره، له ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ سره دوستانه اړیکې وپالي.
د چین ترڅنګ د نړۍ یوشمېر نورو ځواکمنو هېوادونو هم په بیا بیا پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ویلي ول چې هغه غوښتنه منطقي نه ده.
د سمرقند غونډه د پاکستان په نوښت د هغې لړۍ څلورمه ناسته ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هم هغه کال په سېپټېمبر کې په اسلام اباد کې پیل شوې وه.
د دې لړۍ دویمه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې په تهران او درېیمه یې د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په چین کې شوې وه.