شانګهای سازمان: يو اړخيز بندیزونه د نړیوال قانون له اصولو سره په ټکر کې دي

د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتونو د مشرانو شورا غونډه د اکتوبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې وشوه.

د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتونو د مشرانو شورا رسمي غونډه د اکتوبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې وشوه چې د ۱۰ غړو هېوادونو د حکومتونو مشرانو او استازو تر څنګ د منګولیا، چې د سازمان څارونکي هېواد دی، وزیراعظم هم پکې ګډون وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډه اعلاميه خپره کړې چې پکې راغلي چې غړي هېوادونه "په خپلواک او جمهوري ډول د خپلو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي پرمختګونو د ټاکلو په برخه کې د خلکو د حق د درناوي پلوي کوي او د دولتونو حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته د متقابل درناوي پر اصولو ټينګار کوي."

اعلاميه وايي، "برابري، خپلمینځي ګټې،" د هېوادونو "په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او د ځواک يا د ځواک د تهديد نه کارول" د نړیوالو اړیکو د دوامدار پرمختګ اساس دی.

د غونډې ګډونوالو یو ځل بیا "د خبرو او مشورو له لارې د هېوادونو ترمينځ د اختلافاتو او شخړو د سوله ییز حل" پر ژمنتيا ټینګار وکړ.

په اعلاميه کې راغلي چې د غونډې برخوالو د غړو هېوادونو نظرونو ته په پام "د خپلمینځي احترام، انصاف، برابرۍ او د متقابلو ګټورو همکاريو د روحيې پر اساس نوي ډول نړيوالو اړيکو" ته د ودې ورکول تاييد کړل.

هغوی د انسانانو د "ګډ ليدلوري" پر اساس د یوې ټولنې رامينځ ته کولو لپاره د شریک برخلیک ټاکلو او د "یوې ځمکې، یوې کورنۍ، یو راتلونکي" پر مفکورې د خبرو اترو پرمختګ تایید کړ.

د غونډې ګډونوالو له "محافظتي اقداماتو، یو اړخیزو بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو" سره مخالفت وښود چې په وينا يې، "ګڼ اړخیز سوداګریز نظام کمزوری کوي او د پایداره یا دوامداره نړیوال پرمختګ مخه نيسي."

د پلاويو مشرانو ټینګار وکړ چې "یو اړخیز بندیزونه د نړیوال قانون له اصولو سره په ټکر" کې دي او پر نورو هېوادونو او نړیوالو اقتصادي اړیکو منفي اغېز کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د سياست او امنيت، سوداګرۍ او اقتصاد، پانګونې او د مالي، کلتوري او بشري اړيکو په برخو کې د همکارۍ پر لا زياتولو ټينګار وکړ.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې غير رسمي پيل د اکتوبر پر ۱۵ په اسلام اباد کې له هغې ماښامنۍ څخه وشو چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د مېلمنو د درناوي لپاره چمتو کړې وه.

غونډې ته د چین د وزیراعظم لي چیانګ په ګډون د قازقستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، هند، ایران، بېلاروس او روسیې لوړپوړي چارواکي ورغلي ول.

د هند د بهرنيو چارو وزیر سوبرامنیم جېشنکر تېره اونۍ ويلي ول چې په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته ځي خو د غونډې په څنډه کې له پاکستانیو چارواکو سره يو په يو ملاقات نه لري نو ځکه پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې نه کوي.

دا هم وګورئ:

تیمور خان پاکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه ارزښتناکه بوليد شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په اسلام اباد کې پیل شوې دهد شانګهای همکارۍ سازمان غونډې د امنیت لپاره په اسلام اباد کې پوځ ځای په ځای شوی

په اسلام اباد کې د هغې غونډې لپاره سخت امنيتي تدابیر نيول شوي، ډېری سړکونه تړل شوي او پوځ ګزمې کوي. داراز، حکومت ښوونځي او ځينې دفترونو هم رخصت کړي دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان (اېس سي او) یو سیمه‌ ییز سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان دی چې د منځنۍ، جنوبي او ختیځې اسیا هېوادونه یې غړیتوب لري. دا سازمان په ۲۰۰۱ ز کال کې په چین کې د شانګهای په ښار کې جوړ شو.

چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای همکارۍ سازمان لومړني غړي دي خو پاکستان او هند په ۲۰۱۷ز کال، ايران په ۲۰۲۳ز کال او بېلاروس بيا د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سازمان د دولتونو د مشرانو په غونډه کې غړيتوب تر لاسه کړ.

بل خوا افغانستان او منګوليا په هغه سازمان کې د څارونکو هېوادونو حيثيت لري.

د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چین، هند او نورو هېوادونو استازي د شانګهای سازمان په غونډه کې برخه اخلي

افغانستان له ۲۰۱۲ز کال راهیسې د څارونکي په توګه د سازمان په غونډو کې برخه اخلي خو د پخواني جمهوري حکومت له ړنګېدو راهیسې یې طالبان غونډو ته نه دي وربللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم محمد اسحاق ډار د اکتوبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې ته نه دی وربلل شوی.

نوموړي وویل چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د څارونکي حیثیت "تقریباًځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی. د هغه په وينا، د سازمان غړو په شریکه د طالبانو د نه وربللو پرېکړه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې يا اسلام اباد ته د نه وربللو په اړه څه نه دي ويلي.

د شانګهای همکارۍ سازمان وروستۍ سرمشریزه د دولتونو د مشرانو په کچه د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د هند په کوربه توب په انلاین ډول شوې وه. تر دې وړاندې، په ۲۰۲۲ز کال کې سرمشریزه د ازبکستان په سمرقند کې شوې وه.

شانګهای همکارۍ سازمان د نړۍ په کچه د نفوس او جغرافیې له مخې یو له لویو سازمانونو څخه دی. د سازمان د وېب پاڼې له مخې دوی هڅه کوي چې د غړو هېوادونو ترمینځ هر اړخیزه همکاري زیاته کړي، د سیمې امنیت او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او په نړیواله کچه د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.