د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په اسلام اباد کې پیل شوې ده


د اسلام اباد کې د یو سړک غاړې ته د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په اړه بېنر لګېدلی دی ـ د اکتوبر ۱۴مه انځور.
د اسلام اباد کې د یو سړک غاړې ته د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په اړه بېنر لګېدلی دی ـ د اکتوبر ۱۴مه انځور.

د شانګهای همکارۍ سازمان نړیواله غونډه نن (د اکتوبر پر ۱۵مه) په اسلام اباد کې پيل شوه.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۴مه په يوه خبرپاڼه کې وویل، په غونډه کې د سيمې پر سیاسي حالاتو، اقتصادي راکړې ورکړې او امنيت خبرې کېږي.

د چين وزیراعظم لي چيانګ غونډه کې ګډون لپاره پرون اسلام اباد ته رسېدلی دی. د نورو غړيو هېوادونو قازقستان، ازبکستان، کرغیزستان، تاجکستان، هند، ایران، بېلاروس او روسیې لوړپوړي چارواکي به هم په سرمشريزه کې برخه اخلي. د هند بهرنيو چارو وزیر جی شنکر تېره اونۍ ويلي ول چې په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته ځي خو د غونډې په څنډه کې له پاکستاني چارواکو سره يو په يو ملاقات نه لري نو ځکه په دوه اړخیزو مسایلو خبرې نه کوي.

په اسلام اباد کې د دې غونډې لپاره سخت امنيتي تدابیر نيول شوي. ډېری سړکونه تړل شوي او پوځ ګزمې کوي. ښوونځي او ځيني دفترونو هم رخصت شوي دي.

شانګهای همکارۍ سازمان (اېس سي او) یو سیمه‌ ییز سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان دی چې د منځنۍ، جنوبي او ختیځې اسیا هېوادونه یې غړیتوب لري. دا سازمان په ۲۰۰۱ ز کال کې په چین کې د شانګهای په ښار کې جوړ شو. د سازمان اساسي موخې د غړو هېوادونو ترمینځ د باور جوړول، امنیتي همکاري، اقتصادي پراختیا او کلتوري اړیکو پیاوړې کول دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه چین، روسیه، قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران دي. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ زکال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې ایران په ۲۰۲۳ کال کې غړی شو. بېلاروس د غړیتوب په بهیر کې دی او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ غړی شي.

افغانستان او منګولیا د څارونکو په توګه د سازمان په غونډو کې برخه اخیستې ده. افغانستان د ۲۰۱۲ز کال راهیسې د څارونکي په توګه د سازمان غونډو کې برخه اخلي خو د کله راهیسې چې طالبان په افغانستان واکمن شوی دي نو هغوی ته په دې غونډو کې د ګډون بلنه نه ورکول کېږي. د اسلام اباد په غونډه کې هم طالب استازي ګډون نه لري.

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې د امنیت لپاره په اسلام اباد کې پوځ ځای په ځای شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

د سازمان موخې او فعالیتونه په امنیتي، اقتصادي، کلتوري او سیمه‌ ییزو همکاریو متمرکز دي. په امنیتي برخه کې، د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او سخت دریځۍ پر ضد ګډه مبارزه کوي. اقتصادي پراختیا د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ټرانسپورت او مخابراتو په برخو کې د همکاریو له لارې هڅول کېږي. د کلتوري تبادلو له لارې، غړي هېوادونه د کلتوري، علمي او تعلیمي اړیکو پیاوړتیا ته هڅه کوي. همدارنګه، سازمان د سیمې د هېوادونو ترمینځ د اړیکو او همکارۍ زیاتولو لپاره کار کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان وروستۍ سرمشریزه د دولتونو د مشرانو په کچه د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د هند په کوربه توب په انلاین ډول شوې وه. تر دې وړاندې، په ۲۰۲۲ز کال کې سرمشریزه د ازبکستان په سمرقند کې شوې وه.

شانګهای همکارۍ سازمان د نړۍ په کچه د نفوس او جغرافیې له مخې یو له لویو سازمانونو څخه دی. د سازمان د وېب پاڼې له مخې دوی هڅه کوي چې د غړو هېوادونو ترمینځ هر اړخیزه همکاري زیاته کړي، د سیمې امنیت او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او په نړیواله کچه د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG