د کورمې په يوشمېر برخو کې تاوتريخوالی دوام لري

په کورمه کې ځايي ولس د وژل شويو کسانو جسدونو ته وير کوي ـ د نومبر ۲۲مې انځ،ر

د خيبر پښتونخوا د کورمې ضلعې د بګن، عليزیو، سدې او پاړه څمکنيو په ځینو برخو کې د نومبر پر ۲۶مه هم د اهل تشيع او سنيانو ترمينځ هم نښتې شوې دي.

ځينو ولسي مشرانو پر حکومت تور پورې کړی دی چې د روانې جګړې په درولو کې جدي نه دی.

د شیعه ګانو یو مشر عاقل حسین د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې په سيمه کې خپل واک عملي کړي او جنګ دې ودروي.

بلخوا د سنیانو يو مشر حاجي سليم خان اورکزي مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د اعلان کړي اوربند د عملي کولو تر څنګ د خونړيو پېښو د پيلولو په پلټنو کولو عاملينو ته سزا ورکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې په وسلوال بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول.

تر هغه وروسته، د نومبر پر ۲۲مه په سني مېشتې بګن سيمه کې وسلوالو د ځايي ولس سلګونه کورونه او دوکانونه وسوځول او ځينې کسان يې يرغمل کړل. پر هم هغه شپه په بګن سيمه کې د نښتو پر مهال ۲۵ کسان ووژل شول.

په سیمه کې د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري او د نومبر تر ۲۷مې پورې په نښتو کې د دواړو خواوو تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کورمه کې شيعه او سني ډلو مړي او یرغمليان تبادله کړي

د خيبر پښتونخوا حکومت پر انتظامیې او امنيتي ځواکونو د جګړې نه درولو تر نيوکو وروسته ويلي چې یو پلاوي یې د نومبر پر ۲۴مه په کورمه کې له شيعه او سني مشرانو سره وليدل او دواړه خواوې پر اووه ورځني اوربند سلا شوې، خو پر هغې سربېره یې بیا هم ترمينځ تاوتريخوالی دوام لري.

په کورمه کې پر نښتو سربېره شیعه ګانو او سنیانو د نومبر ۲۵مې پر شپه د وژل شويو د جسدونو او د يرغمليانو تبادله کړې ده.

د بګن يو ولسي مشر حاجي محمد کريم د نومبر پر ۲۵مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې انتظامي او پوځي افسرانو ته يې د شيعه ګانو څلور مړي ورسپارلي او له مخالف لوري يې پينځه يرغمل کړې سني مېرمنې ترلاسه کړې دي.

په عليزیو کې د شيعه ګانو يو مشر ملک دلدار حسين د نومبر پر ۲۵مه ناوخته له مشال راډيو سره په خبرو کې د مړو ترلاسه کول تایید کړل، خو نوموړي کورمې ته د حکومتي پلاوي تګ يو "نمايشي" کار وباله. هغه زياته کړه چې د سيمې خلک بايد خپلمینځي مسلې خپله حل کړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.