د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکي دعوه کوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د هاوان توغول شوې مرمۍ په هرمز سیمه کې په یو کور لګېدلې چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شوي دي.
د میرلي اوسېدونکو شېر رحمان، عادل داوړ او رحمان خان د جنورۍ پر اوومه ماخوستن مهال مشال راډیو ته وویل چې مارټر مرمۍ د میرلي له پوځي کیمپه توغول شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ د ډزو پر مهال اکثر ولسي وګړو ته زیان اوړي. دوی وايي، د ناسم وضعیت له وجې خلک خوندي ځایونو ته کډو کولو ته اړ شوي دي.
د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو لا د سیمې د اوسېدونکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. البته یو پوځي افسر څو ورځې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات زیات کړي دي چې پر مهال یې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
په تېرو وختونو کې هم د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.
تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.
البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي ټینګار کوي د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.