زلزلې په خیبر پښتونخوا کې ۹ تنه وژلي دي

د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي په سوات کې یو ژوبل کس روغتون ته د انتقالولو پر مهال - د مارچ ۲۲مې انځور.

په پاکستان کې په زوروره زلزله کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د مارچ پر ۲۱مه ماخوستن مهال زلزلې د افغانستان، پاکستان او هند یوشمېر سیمې ولړزولې.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ( پي ډي اېم اې) ویاند تیمور علي مشال راډيو ته وویل چې په زلزله کې تر اوسه د نهو کسانو مړینه او له ۴۷ څخه د زیاتو کسانو ژوبلېدل تاییدولای شي.

دی وايي، پر دې برسېره ۵۰ هغو کسانو طبي مرسته ترلاسه کړې ده چې د زلزلې له کبله یې "طبیعت خراب" شوی وو.

تیمور علي وویل چې د تر لاسه شویو معلوماتو سره سم په ټوله صوبه کې ۱۹ کورونو ته زیان رسېدلی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان، افغانستان او هند کې زوروره زلزله راغلې ده

بلخوا د ژغورنې چارو ادارې ريسکيو ١١٢٢ وياند بلال فيضي مشال راډيو ته وویل چې د صوبې له ۱۰ ضلعو څخه ورته د زلزلې د نقصان اطلاعات تر لاسه شوې دي چې پکې سوات، کوز دیر، مردان، صوابۍ، باجوړ، هري پور، اېبټ اباد، چترال شامل دي. "تقریباً ۲۰ کسان د ملبو، چتونو یا د دېوال پرېوتو له لاسه زخمیان شوي دي. په سوات کې تر ۸۰ زیات کسان له وېرې او د [وینې فشار] کمېدو له وجې بېهوښه شوي دي، یا هغو منډه وهلې ده او پرېوتي دي."

پي ډي اېم اې وايي، خلک ورڅخه د مرستو غوښتو لپاره پر ۱۷۰۰ شمېرې رابطه کولای شي او دا چې خلک پر ۱۱۲۲ د ژغورنې ادارې ته هم ټېلېفون کولای شي.

په اسلام اباد کې یوشمېر کسان د مارچ پر ۲۱مه د زلزلې پر مهال د یو مارکېټ بهر ولاړ دي.

د پاکستان دولتي راډيو وايي، زلزله د مارچ پر ۲۱مه خواشا ۱۰ منټه کم ۱۰ بجې شپې مهال راغله چې د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په پېښور، لاهور، راولپېنډۍ، کوټه، سوات، کواټ، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، جنوبي وزیرستان او نورو سیمو کې خلکو محسوس کړه.

راډیو د موسمیاتو محکمې مشر مهر صاحبزاده له خولې ویلي چې د زلزلې مرکز د افغانستان هندوکش غره سیمه وه او د ځمکې تر سطحې ۱۸۰ کېلومیټره لاندې یې مرکز وو.

د پاکستان رسنۍ وايي، زلزلې د اسلام اباد په ګډون په یوشمېر ښارونو کې مالي زیانونه اړولي دي او یوشمېر ودانیو ته جزوي زیان رسېدلی دی.

وزیراعظم شهباز شریف د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د بیړنیو حالاتو لپاره دې تیار اوسي.

د امریکا ځمکپوهنې مرکز وايي، د رېښتر پر پیمانه د زلزلې زور ۶،۵ وو. تر دې مخکې د پاکستان د موسمونو چارو ادارې ویلي ول چې د زلزلې شدت ۶،۸ وو.