د سوېلي وزیرستان د سره روغې (سره راغه) اوسېدونکو له حکومته غوښتي دي چې په سیمه کې دې د نجونو او هلکانو ټول سکولونه فعال کړي.
د سیمې یوشمېر اوسېدونکو د جولای پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، هلته زیاتره ښوونځي له اوږدې مودې راهیسې تړلي دي چې له کبله یې ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.
د سره روغې یوه اوسېدونکي مرتضا مسید وویل، زیاتره تړلي ښوونځي د نجونو دي. ''په تحصیل سره روغه کې د نجونو او هلکانو سکولونه بند دي خو د نجونو یو یا دوه فعال دي، پاتې ټول بند دي، د هلکانو په سکولونو کې هم يو څو فعال دي او نور بند دي.''
د پاکستان حکومت په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له وجې د سیمې ډېرې خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال سکولونو ته هم زیانونه اوښتي ول.
دا هم وګورئ:
امریکا د نجونو د تعلیم لپاره د خیبر پښتونخوا له حکومت سره مرسته کوياعظم ورسک: د جینکو په سکول د وسله والو په ډزو کې یو کس وژل شویمیرکلام: د خیبر پښتونخوا څه کم پنځه میلیونه ماشومان له سکولونو بهر ديد سیمې اوسېدونکی اسحاق مسید وایي په سیمه کې دوه سکولونه خلاص دي خو هغې ته هم استادان د لږ وخت لپاره ورځي. ''د کوټکي او د سره روغه های سکولونه فعال دي خو استادان ورته [په میاشت کې] ۱۰ یا ۱۵ ورځې ورځي. شخصي سکولونه ټول بند دي.''
د جنوبي وزیرستان د تعلیم څانګې مشر امیر محمد مشال راډیو ته وویل چه په سره روغه کې یې د سرکاری سکولونو د فعالولو چارې ګړندۍ کړي دي او ډېر ژر به په سکولونو کې د استادانو حاضري هم يقيني کړي. ''اوس چوټیانې (رخصتیانې) دي خو د اګست له شروع څخه به هر سکول ته ورځو او چې کوم استادان کار ته نه ورځي نو ورسره به هېڅ ډول رعایت نه کېږي.''