د صوابۍ په تاڼه کې د برېښنا شارټ کېدو له وجې په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي، ۲۵ ژوبل دي

د ۲۰۲۳ز کال په اپرېل کې د سوات د کبل په تاڼه کې د بجلۍ شارټ کېدو له وجې په غبرګو چاودنو کې د تاڼې وداني ړنګه شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په تاڼه کې د برېښنا تارونو شارټ کېدو له وجې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۲۵ ژوبل دي.

پولیس وايي چې د سېپټېمبر پر ۲۶مه ماخوستن مهال لومړی د ښار یا د سېټي تاڼې په مالخانه کې بجلي شارټ شوه چې له وجې یې اور ولګېد او بیا د بارودو په ګودام کې چاودنه وشوه.

د صوابۍ ضلعې د پولیسو مشر هارون الرشید تر پېښې وروسته رسنیو ته وویل په ګودام کې هغه بارود ایښي ول چې پولیسو د بېلا بېلو کاروایانو پر مهال نیولي ول او په اړه یې مقدمې روانې وې، نو ځکه یې ضایع کړي نه ول.

دی وايي چې په چاودنه کې د تاڼې څلور خونې ړنګې شوې او د پولیسو ګاډي زیانمن شوي دي.

د پولیسو سرتېري معشوق علي مشال راډیو ته وویل چې تر لمانځه وروسته د تاڼې ودانۍ د محرر دفتر ته روان وو چې هلته چاودنه وشوه او پکې دی هم ژوبل شو.

دی زیاتوي چې ډېری ژوبل کسان پولیس سرتېري دي.

د باچا خان روغتون ویاند رحم یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې هغه روغتون ته ټول ۱۱ کسان لېږدول شوي ول چې ورڅخه یې دوه شپې مهال او یو یې د سېپټېمبر پر ۲۷مه سهار فارغ کړ.

دی زیاتوي چې د پاتې ژوبلو درملنه روانه ده چې ورڅخه یې د یو روغتیايي وضعیت خراب دی.

دا هم وګورئ:

د سوات په کبل تاڼه کې د چاودنو لامل څه وو؟ سوات کې مظاهرچيانو له پوليسو سره د درېدو هوډ ښودلی

د خیبر پښتونخوا د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې یو ماشوم او یو لاروی وژل شوي او ۲۳ ژوبل کسان یې بېلا بېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.

د صوابۍ او مردان ضلعو انتظامیو تر اور لګېدنې او چاودنې وروسته په روغتونونو کې بیړنی وضعیت اعلان کړ.

پولیس زیاتوي چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي او چا چې بې احتیاطي کړې وي نو پرضد به یې قانوني کاروايي کوي.

د خیبر پښتونخوا په تاڼو کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۴مه د سوات په کبل کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تاڼه کې شويو چاودنو کې ۱۸ کسان ووژل شول.

پوليسو هغه مهال ویلي ول چې د برېښنا شارټ کېدو له وجې په ګودام کې ایښي بارودي مواد وچاودېدل چې پکې ۵۷ تنه ژوبل شوي هم ول.