ډېره اسماعیل خان او سوات کې ټرافیکي پېښو ۸ تنه وژلي، ۲۶ ژوبل دي

یوشمېر کسان د اګست پر ۱۶مه سهار وختي د پېښې له ښکار شوي ګاډي څخه مساپر ژغوري.

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او سوات کې په دوو ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوی او ۲۶ ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند اعزاز محمود مشال راډیو ته وویل چې یو مساپر وړونکی بس د اګست پر ۱۶مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه په شورکوټ سیمه کې له ټرالر سره وجنګېد چې پکې دوه تنه ووژل او ۱۷ ژوبل شول.

دی وايي، هغه بس د کورمې له پاړه چیناره د ډېره اسماعیل خان او بلوچستان له لارې ایران او عراق ته پر لاره وو چې د پېښې ښکار شو.

د محمود په خبره، په بس کې شیعه زایرین سپاره ول او زیاتوي چې مړي او ژوبل یې د ډېره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې پولیس او په سوات کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې د اګست پر ۱۵مه د مټې تحصيل په چوپريال کې د جنج (ورا) ګاډی يوې ژورې کندې ته پرېوت چې پکې دوه تنه ووژل او نهه ژوبل شول.

هغوی وايي چې د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو ژوبل او مړي د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدولي دي. په ژوبلو کې د ځینو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو پېښو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې کېږي. د اګست په پیل کې په کواټ کې په ټرافیکي پېښه کې یو کس ووژل او دوه ژوبل شول.

د جون پر ۲۸مه د سوات په خوازه خېله کې د ښوونځي د ماشومانو بس يوې ژورې کندې ته پرېوتې وو چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او ۳۰ ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، د مې پر ۳۰ مه د سوات په سيلانۍ سيمې ملم جبې کې کندې ته د ګاډي لوېدو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او شپږ سخت ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او دا راز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.