د طالبانو حکومت غواړي چې د برېکس په نوم د مخ پر ودې او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو په ټولنه کې شامل شي.
په برېکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي او د هغو هېوادونو د انګرېزي نومونو لومړي توري د ټولنې نوم جوړوي.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې مصر، اېتیوپیا (حبشه)، ایران او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ټولنې نوي غړي شول.
هغه ټولنه په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې وه چې لومړی "برېک" نومېده، خو یو کال وروسته وروسته چې جنوبي افریقا یې هم غړیتوب ترلاسه کړ نو نوم یې "برېکس" شو.
د فرانسې خبري اژانس اژانس د سېپټېمبر پر ۲۵مه د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمد الله فطرت له خولې خبر ورکړ چې د "روسیې، هند او چین" په څېر ځواکمن هېوادونه د برېکس غړي دي او حکومت یې ورسره ښه تعلقات لري، نو ځکه "لېواله دي چې اړیکې ورسره نورې پراخې" کړي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی دی چې د هغوی حکومت غواړي چې د برېکس ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۲۲مه د روسیې په کازان ښار کې د هغې ټولنې دوه ورځنۍ سرمشریزه پیل شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې برېکس ورته لا په سرمشریزه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.