د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې وسلوالو د سړک جوړونې کمپنۍ پر کېمپ بريد کړی او درې مزدوران يې تښتولي دي.
د دوکۍ د تاڼې مشر همايون خان ناصر مشال راډيو ته ويلي دي چې د نومبر پر ۱۳مه وسلوالو د تعميراتي کمپنۍ ماشينونو هم زيانمن کړي دي.
نوموړي زياته کړې ده چې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پېښې پلټنې او د ککړو کسانو پرضد د لټون عمليات پيل کړي دي خو تر اوسه يې څوک نه دي نيولي.
د هغه په وينا، تښتول شوي مزدوران د پښتون مېشتې سيمې کچلاغ (کچلاک) اوسېدونکي دي.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې په تېرو وختونو کې د دا ډول زياترو پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۴مه هم د بلوچستان د بار وړونکو لاریو د مالکانو اتحاديې په کلا سیف الله او بوري (لورالايي) کې له هغې صوبې څخه د پنجاب او خیبر پښتونخوا پر لوري تلونکي لويې لارې احتجاجاً تړلې دي.
د هغې اتحاديې پخواني مشر سهېل خان کاکړ د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې په وروستيو کې وسلوالو ورباندې د بلوچستان په دوکۍ، هرنايي، زیارت او ځينو نورو برخو کې بریدونه کړي چې نه یوازې يې ټرکونه ورسوځولي بلکې ډرېورانو ته يې هم مرګژوبله اړولې ده.
د لاريو د مالکانو اتحاديې د نومبر پر ۱۱مه په بلوچستان کې د درو ورځو لپاره د سکرو (کويلې) له بارولو او وړلو انکار کړی وو او د دې پرېکون لامل يې هلته ناامني ښوولې وه.
تر دې وړاندې، د نومبر پر ۱۰مه د بلوچستان ټرانسپورټرانو اتحاديې هم اعلان کړی وو چې د سکرو پر لاریو د وسلوالو بریدونو پر ضد به د نومبر له ۱۱مې څخه د نومبر تر ۱۴مې پورې د سکرو بارول بندوي.
د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې د لاریو د مالکانو د اتحاديې له مشرانو سره يې خبري پیل کړې دي.
دا هم وګورئ:
محمود خان اڅکزی: اېف سي ځواک دې يا امنيت برابر کړي يا دې زموږ له سیمو ووځيبلوچستان کې مزدوران څوک او ولې وژني؟یو عیني شاهد په دوکۍ کې پر کان کیندونکو د حملې کیسه کويبلوچستان کې د سکرو د لاريو ډرېورانو امنیت څومره جدي مسله ده؟په وروستيو کې د بلوچستان په دوکۍ او شاوخوا سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د نومبر پر نهمه وسلوالو په سکرو بار څلورو ټرکونو ته اور اچولی وو چې پکې، د چارواکو په وينا، درې لارۍ بشپړې وسوځېدې.
تر هغه وړاندې، په دوکۍ کې د اکتوبر ۱۰مې او ۱۱مې ترمينځ شپې مهال وسلوالو د سکرو په کانونو کې پر کارکوونکو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۲ کان کيندونکي يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل چې ټول پښتانه ول. د هغه بريد مسوليت چا نه وو منلی.
بلخوا د روان ۲۰۲۴ز کال د مارچ پر ۲۳مه هم وسلوالو په دوکۍ کې د د سکرو اووه مزدوران تښتولي ول چې ۳۸ ورځې وروسته يې خوشې کړل.