د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په بلوچستان کې په خراب شوي امنيت اندېښنې ښوولې او غوښتنه یې کړې چې بلوچستان مېشته اېف سي ځواکونه دې یا امنيت ټينګ کړي او یا دې له پښتنو سیمو ووځي.
محمود خان اڅکزي د نومبر پر لسمه، د خپل ګوند لخوا په لورالايي کې د جوړې شوې دوه ورځنۍ جرګې په وروستئ ورځ د وينا پر مهال وویل چې په سيمه کې د ناامنۍ پېښه وشي او بريدګر په تېښته کې بریالي شي. "اېف سي ته موږ خواست کوو چې عزيزه! سره خطا باسو به نه. خواست درته کوو، د لمنې روی درته نیسو چې عزیزه سره خراب به کړو. که يې ته نه شې ساتلای نو خدای پوه شه، زه پوه شه او ما وطن پوه شه. زما له وطنه ته پشا ولاړ شه. بیا دې څوک زما لارۍ وسوځوي. زما لارۍ ته دې بیا څوک ودرېږي. زما پر بچي دې بیا څوک ټک (ډز) وکړي. هرڅوک چې وو زما له کوره، ته خلاص يې! ته راڅخه لیرې شه، ته راڅخه ولاړ شه."
د پاکستان سرحدي ځواکونو يا اېف سي او د بلوچستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو تېره ورځ د کورنيوو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په کوټه کې په یوه خبري غونډه کې وويل چې د امنيت ښه کولو لپاره به اېف سي ته نور واک ورکوي.
محمود خان اڅکزي خپله وينا کې پر حکومت نيوکې وکړي چې د امن په راوستلو کې ناکامه شوی دی. هغه پوښتنه وکړه چې څنګه ممکنه ده چې هر ځای امنيتي ځواکونو موجود وي خو بیا هم وسله وال حملې کوي او تښتي؟ نوموړي جرګې ته وړاندېز وکړ چې ځايي قامونو دې د امن لپاره څلوېښتۍ جوړې کړي او د لښکر ځوانان چې په سيمه کې يو نابلده کس وويني، هغه دې له خپله وطنه څخه وباسي.
د دې جرګې په لومړۍ ورځ، د نومبر پر نهمه، د کوټې اورګاډي تمځای (رېلوی سټېشن) کې ځانمرګي برید د امنيتي ځواکونو او ولسي وګړيو په شمول ۲۴ کسان ووژل او ۶۲ یې ژوبل کړل. د حملې ذمه واري له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي پر غاړه واخیسته. دې ډلې ادعا یې وکړه چې په دې ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتیري په نښه کړې چې د پوځي ټرينينګ يا روزنې تر ختمېدو وروسته، په جعفر اېکسپريس کې کوټې ته ستنېدل.
د کوټې ډيپټي کمېشنر حمزه شفقات تر حملې وروسته، مشال راډيو ته ويلي وو چې د برید هدف امنيتي ځواکونه وو خو ولسي وګړيو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. د نوموړي په خبره د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي او د کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي ويلي چې تحقیقات به کېږي چې پولیسو ولې د دې پېښې مخنيوی نه دی کړی. نقوي ادعا وکړه چې "امنيتي ځواکونه د امنيت لپاره نه ستړي کېدونکی کار کوي او په تېره یوه اونۍ کې یې څلور يا پينځه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو دمخه نيولي دي".
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه شوې د لورالايي جرګه کې د ږوب، لورالايي، کلا سیف الله، موسی خېل او ځینو نورو سيمو سياسي، قبايلي مشرانو او فعالانو ګډون وکړ. دا د هغو جرګو د لړۍ لومړۍ هغه ده چې اعلان يې د اکتوبر پر ۲۷مه محمود خان اڅکزي په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال کړی وو. د جرګو هدف د پښتنو په سيمو کې د خرابېدونکي امنیتي حالاتو په اړه د ژوند د بېلابېلو طبقو نظرونه راټولول او په رڼا کې يې پرېکړې کول دي.