بر کوهستان: د زانګو مزي پرې کېدو له وجې ۳ تنه اباسین ته لوېدلي دي

ژغورونکي د اګست پر ۱۶مه په سیند کې د ډوبو شویو کسانو لټون کوي.

د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د زانګو مزي پرې کېدو له وجې درې تنه اباسین ته پرېوتي دي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې هغه کسان د اګست پر ۱۶مه سهار مهال په برسین کیمپ سیمه کې په هوايي زانګو (چېیرلېفټ) کې ناست ول او له سینده پورې وتل چې تار پرې شو.

دی وايي چې درېواړه سړي د بر کوهستان اوسېدونکي اوسېدونکي دي.

تر دې مخکې رېسکیو ۱۱۲۲ په بیان کې ویلي دي چې د اوبو رفتار تېز دی نو ځکه یې له بشامه هم د لامبوزنو ډله او مشینونه ورغوښتي دي.

فیضي زیاتوي چې په درې مختلفو ځایونو کې په اوبو کې د هغو کسانو لټون دوام لري خو تر اوسه یې د مړي، ژوندي پته نه ده لګېدلې.

د بر کوهستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په ځینوغرییزو سیمو کې خلک د تګ راتګ لپاره هوايي زانګوګانې کاروي. تر دې مخکې هم په هغو سیمو کې د زانګوګانو د تارونو پرې کېدو پېښې شوې دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی د زانګو د یو مزي پرې کېدو له کبله پکې بند پاتې شول. هغوی د سیند له پاسه په زانګو کې سپاره ول چې د غره له یوې څخه بلې غاړې ته واوړي او ښوونځي ته ولاړ شي. ژغورونکو هغه کسان تر ۱۵ ساعتونو هڅو وروسته وایستل.

تر دې وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د زانګوګانو (چېیرلېفټس) پر استعمال بندیز ولګاوه او و یې ویل چې د ټولو زانګوګانو د خوندیتوب جاج اخلي.

خو د هغو سیمو اوسېدونکو ویلي ول چې حکومت دې ورته سړکونه او پلونه جوړ کړي چې زانګوګانې نه کاروي.